هېوادوالو د کابل وروستی برید په تړاو د ملی امنیت مشر د ګوښه کېدو غوښتونکی شول

  • خپرول: ۲۸ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 131273

د کابل په لوېدیځ کې د واده پر مراسمو د خونړی برید له امله، یوشمېر هېوادوالو د ملی امنیت عمومی مشر معصوم ستانکزی د ګوښه کېدو غوښتونکی شول.
د کابل په لوېدیځ کې د واده پر مراسمو د وروستی برید وروسته، یوشمېر هېوادوالو د ملی امنیت مشر معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابی د ګوښه کېدو غوښتونکی شول.
دوی د یوې اعلامیې په صادرولو سره حکومت د هېوادوالو امنیت د ټینګښت په برخه کې په کمزورتیا تورن کړی او زیاته کړی چې د طالب جنګیالیو او داعش ترهګرو پر وړاندې د پوځ ځواکونو عملیات باید ډېروالی ومومی او د ترهګرۍ پر وړاندې باید ملی یووالی رامنځته شی.
دغو کسانو له حکومته غوښتی چې د طالبانو د خوشی کولو لړۍ ودروی او ددې ډلې پر وړاندې پوځی عملیاتو ته ډېروالی ورکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=131273

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *