هیل: په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو زیاتوالی، د تاوتریخوالی کموالی په برخه کې اغېزه نه لری

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 44726

د هیل خبری وېبپاڼې په یو مطلب کې د افغانستان په اړه لیکلی، شونی ده امریکا یوه ورځ دې نتیجې ته ورسېږی، ددې له امله چې افغانستان د څو پېړیو لپاره د حکومتولی وړ نه وو او دغه هېواد د حکومتولی لپاره وړ نه دی او لامل یې هم د امریکایی ځواکونو کموالی نه دی.
هیل لیکلی، په افغانستان کې د زرو تنو امریکایی ځواکونو د مېشت کېدو او د ۱۴ زره نورو امریکایی پوځیانو سره ددوی یوځای کېدو په اړه چې هلته د عملیاتی ماموریت ترسره کېدل ناشونی برېښی، د امریکا پوځ چمتوالی په تړاو راپورونه شتون لری.
په ورته وخت کې دغه خبر د کابل په یوه امنه سیمه کې د درنې چاودنې تر اغېزې لاندې ونیول شو چې د امریکا مرکزی قوماندانۍ مشر جنرال ووتل هم د یاد برید ته نېږدې شتون درلود چې په پایله کې څه باندې ۱۰۰ کسان ووژل شول. د داډول تاوتریخوالۍ دوام هغه هم د امریکا د لاسوهنې څخه د ۱۶ کالو په تېرېدو سره د افغانستان کورنی امنیت ستونزې ریښې په برخه کې د امریکا پوځ رسېدنې او اړتیا په اړه جدی پوښتنی رامنځته کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44726

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *