هڅه او بریا کتاب چاپ شو

  • خپرول: ۳ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 95755


Fb-Button

هڅه او بریا کتاب چې په ۲۰۰ مخونو کې په سپین کاغذ کې چاپ شوی، په کتاب کې د ۲۱ هغو ځوانانو چې سختۍ یې تېرې کړې دی؛ خو اوس مهال بریالی ژوند لری او ټولنې ته د خدمت مصدر ګرځېدلی دی، ژوند د کیسې په ژبه بیان شوی دی.

په دغه کتاب کې هڅه شوې؛ څو د دغو اتلانو د کیسې ټول اړخونه، سختۍ، هڅې، بریاوې او د بریا دریڅې را واخیستل شی.

یاد کتاب د ځوانانو له پاره د زده کړې ډېر څه لری. ځوان د کار له پاره تر ټولو پاړکیو ډېره انرژی لری او همدا یې وخت دی چې کار وکړی او ټولنې ته د خدمت هوډ ولری. په خیال پلوونو سره نه څوک د شخصیت، نه د ملکیت او نه هم د عزت څښتن کېږی. که یو ځوان غواړی شخصیت، ملکیت او عزت پیدا کړی، نو همدا اوس دې لاس په کار شی، د مشرانو له ژوند یې دې زده کړی، د هغوی تېروتنې او پرمختګونه دې وڅېړی.

په کتاب کې د یو ویشتو اتلانو په کیسو سربېره د لیکوال پیلیزه، د لیکوال محب الله زغم او لیکوال نصیراحمد احمدی سریزې هم راغلې دی. د یادو کیسو د کرکټرونو له پاره هڅه شوې، چې د هېواد له هر پاړکی او بېلابېلو سیمو څخه اتلان پیدا کړی، په دې ټولګه کې پښتون، هزاره، تاجک، کندهار، کابل، وردګ، ننګرهار، کنړ، تخار او نور څه په پام کې نه دی نیول شوی؛ بلکې چېرته چې یو څوک اتل څرګند شوی، کیسه یې را اخیستل شوې ده.

دا ټولې کیسې، دا ټول پرمختګونه او دا ټولې بریاوې بل څه نه دی، دا ټول د هڅو او هاند له برکته دی، که موږ هم هڅه او هاند ولرو وبه کولای شو، په ټولنه کې ځان ته عزت پیداکړو، وبه کولای شو، په ښه توګه د خپلو هېوادوالو خدمت وکړو او وبه کولای شو د هېواد ستونزو ته، چې ورځ په ورځ د ډېرېدو په حال کې دی یوه حل لاره پیداکړو.

راځئ د دې یوویشتو هڅاندو افغانانو ژوند ځان ته یوه نمونه وګرځوو او یو څه ترې زده کړو، د دوی له تجربو ګټه واخلو، په ژوند کې یې عملی کړو او پوه شو چې ژوند لوړې ژورې لری او په تیاره پسې خامخا د رڼا څرک هم شته.

د ټولو افغانانو د یو سوکاله او ارام ژوند په هیله

مجیب الرحمن محمودی

۶۱ total views, 61 views today

اړوند مطالب


پنجاب پر ضد پیل شوی لاریون د محکومو افغانانو د لومړۍ بریا زېری وو


د (ژوند ناویل شوی رازونه کتاب رازونه) کتاب چاپ شو.


غوره مدیریت کتاب چاپ شو


ژوند وکړئ کتاب چاپ شو

onesignal_meta_box_present:
۱
onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=95755

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *