هند کې د ولسی جرګې ټاکنو ترسره کېدل

  • خپرول: ۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 117430

په هند کې د ولسی جرګې ۵۴۲ څوکیو لپاره د میلیونونو رایه اچوونکو رای شمېرنه پیل شوه. دغو څوکیو ته له شاوخوا ۶۷۰ سیاسی ډلو څخه تر ۸۰۰۰ ډېر کسان نوماند شوی دی.
لومړنۍ پایلې پر بهارتیه جنتا ګوند د لومړی وزیر نرېندرا مودی ګوند مخکې بلل شوی.
خو د نوموړی پر وړاندې د اپوزېسیون کانګرس ګوند هم په کور د ننه قوی مبارزه کوله.
دا رای اچونه په تېره اپرېل میاشت کې پیل شو وه چې بالاخره د تېرې یکشنبې په ورځ پای ته ورسېده او رای شمېره نن (پنجشنبه) پیل شوه.
په دې ټاکنو کې د بریا لپاره هر ګوند یا ټلواله د پارلمان ولسی جرګې ‘لاک سبها’ له ټول ټال ۵۴۳ څوکیو څخه لږترلږه ۲۷۲ څوکیو ګټلو ته اړتیا لری.
په ۲۰۱۴ کال بی جې پی ګوند ۲۸۲ څوکۍ وګټلې – چې دا په تېرو ۳۰ کلونو کې د دغه ګوند تر ټولو لویه بریا وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=117430

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *