هند: چابهار بندر باید تر ۲۰۱۹ کاله پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شی

  • خپرول: ۳ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 65352

د هند دولت اعلان کړی چې هڅه کوی ترڅو د اېران چابهار بندر تر ۲۰۱۹ کاله پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شی. په هغه اعلامیه کې چې د هند د ټرانسپورټ وزیر له خوا خپور شوې، راغلی: « چابهار خپلواکو مشترک المنافع هېوادونو ته د آسانه لاسرسی په موخه زمینه برابروی».
خپلواک مشترک المنافع هېوادونه منځنۍ آسیا او د پخوانی شوری جمهوریتونه په برکې نیسی.
افغانستان، هند او اېران تېرکال د چابهار درې اړخیزه هوکړه لاسلیک کړه چې د هغې مخې افغانستان او هند کولای شی د اېران چابهار بندر له لارې خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې ترسره کړی.
چابهار بندر د افغانستان نښلونې په موخه د یو نوی ټرانسپورټی دهلیز په توګه چې په وچه سیمه کې پروت دی، ډېر ارزښت لری.
ددغه بندر په پراختیا سره، د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د توکو د راکړې ورکړې زمینه برابرېږی او د پاکستان بندرونو ته د یاد هېواد سوداګریزې اړتیاوې به کموالی ومومی.
دغه راز چابهار بندر مرکزی آسیا او افغانستان ته د مالونو د لېږد رالېږد په خاطر د هند لپاره ستر رول لوبوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65352

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *