هند ته د اېران د بهرنیو چارو وزیر سفر او له برجام څخه د امریکا له وتلو وروسته د چابهار بندر موضوع

  • خپرول: ۷ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 60575

یوې هندی ورځپاڼې هند ته د اېران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سفر ته په اشارې سره لیکلی چې له اټمی هوکړې څخه د امریکا وتلو ته په پام، دغه لیدنه به د چابهار بندر په برخه کې د اېران او هند ګټو په تضمین کې اغېزمن وی.
د اشین ایج ورځپاڼې، د ظریف او دده له هندی سیال سوشما سواراچ سره د ټاکل شوې لیدنې ته په اشارې سره، د برجام په اړه د وروستیو بدلونونو پرسر څېړنه کړې او لیکلی: د ظریف لیدنه، له برجام څخه د امریکا وتلو او د چابهار په بندر کې د هند تګلاریزو ګټو ته په پام چې ددغه هېواد د پانګونې له لارې د پراختیا په حال کې دی، د اېران د بهرنیو چارو وزیر سفر ارزښت پیداکوی.
دغې ورځپاڼې لیکلی: هند د روان میاشت په لومړیو کې په یوه ویناپاڼه اعلان وکړ چې باید له اټمی انرژی څخه د سوله ییزې ګټې اخیستنې په موخه د اېران حق ته درناوی وشی.
نوی ډهلی هم د خبرو له لارې د امریکا او اېران ترمنځ د مسالې حل غوښتونکی شو. هند په اېران کې د چابهار بندر د پراختیا مرستو په هڅه کې دی. له همدې امله دغه هېواد د اېران اسلامی جمهوریت د تګلاریزو ګټو درلودونکی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=60575

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *