هندۍ مېرمنې: له خپلو په شرابو روږدو مېړونو سره ژوند کول ورته له کړاو او ستونزو دک دی

  • خپرول: ۱۸ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 98667

د هندوستان په شمالی برخو کې یو شمېر ښځې وایی له خپلو په شرابو روږدو مېړونو سره ژوند کول ورته له کړاو او ستونزو ډک وو، او اړې شوې چې د دې ستونزې حل پیدا کړی.‎
د دغو ښځو د فشار او غوښتنې له امله اوس په بیهار ایالت کې پر شرابو بندیز لګول شوی، او د دې بندیز له کبله کابو سل ملیونه وګړی اغېزمن شوی دی.
د بیهار ایالت چارواکی وایی دغلته پر شرابو د بندیز له امله د کورنی تاوتریخوالی او جرمونو کچه پام وړ ټیټه شوې ده.
په هندوستانو کې سیاستوال د ښځینه رایې اچوونکو ملاتړ مهم ګڼی، ځکه نو له راتلونکو ټاکنو د مخه د ښځو د مسایلو په اړه لازمو اقداماتو ته پام کوی.

په ځینو سیمو کې سیاستوالو نجونو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې، له نویو واده شویو جوړو سره مالی مرسته کوی او د ښځو لپاره ښځینه پولیس حوزې یا تاڼې جوړې شوې دی.

دا په داسې حال کې ده چې په هندوستان کې د ښځینه رایې ورکوونکو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږی.
بیهار یو له هغو ایالتونو دی چې د نارینه و پرتله ډېرې ښځې پکې رایې اچوی.
په ۲۰۱۵ کال کې په ایالتی ټاکنو کې د ښځینه رایې اچوونکو شمېر د نارینه و پرتله اوه سلنه ډېر و.
دغلته ټاکنو کې کاندید اعلی وزیر نتیش کمار ژمنه کړې وه چې که بیا بریالی شی نو په ټول ایالت کې به د شرابو پر څښلو او کاروبار بندیز ولګوی او کله چې په دویم ځل بریالی شو نو سمدستې یې خپله ژمنه پوره کړه.
اوس ایالتی چارواکی وایی په تېرو څو کلونو کې په بیهار کې د جرمونو ګراف ټیټ شوی او خلک د پخوا پرتله د موټرو او ټرکټر/ترکتور د اخېستلو له پاره کافی پیسې لری.
هند کې د حقونو فعالان وایی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی یو لوی لامل شراب دی چې باید په نورو ایالتونو کې هم پرې بندیز ولګول شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=98667

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




24 − = 17