هندی له خپلې مېرمنې سره د کورواله وېډیوګانې خپرې کړې

  • خپرول: ۲۶ حمل ۱۳۹۶
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 17512

د انځور حقوق
stock photo

د نرم وزلو یا سافټو‌ېرونو هندی انجنیر له خپلې مېرمنې سره د جنسی اړیکو ژوندی بهیر د شپږو میاشتو لپاره په داسې ډول خپور کړی چې مېرمن یې پرې نه ده خبره شوې.

یوه هندی انجنیر په پټه له خپلې مېرمنې سره د کورواله وېډیو په ژوندۍ بڼه خپروله.

دغه ۳۳ کلن کس په خپله خوب خونه کې د لپ ټاپ کمپیوټر په کامره دا وېډیوګانې ثبتولې او بیا یې د لوڅو فلمونو په وېبپاڼو پلورلې.

تونس کې یوې نجلۍ جنسی تېری کوونکی څنګه وواژه؟

د شرم په نامه نوې لړۍ: سکس، پت او باج اخیستنه

د هغه مېرمن هم د سافټوېر انجنیره ده، خو په دې نه وه خبره چې دا وېډیوګانې زرګونو خلکو کتلې.

د هغې مېړه د حیدرآباد په چینتال کې د خپلې آی پی له څارل کېدو وروسته نیول شوی دی.

هغه دا وېډیوګانې د پیسو په مقابل کې د نارینه اسکورټ یا جنسی خدماتو وړاندې کوونکو وېبپاڼو ته ورپلورلې او حتی خپله یې هم ورته د نارینه د جنسی خدماتو د وړاندې کوونکی په توګه چمتووالی ښودلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=17512

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




43 + = 44