همجنس بازی او ډولونه یې /د ډاکټر سباوون ځواب

  • خپرول: ۸ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 1534

زما نوم احمد دی او له پاکستان څخه درسره اړیکه نیسم زما یو سوال دی هیله کوم چې ځواب ېې راکړئ:

عمر مې ۲۸ کاله دی او له جسمی پلوه ډیر کمزوری او ډنګر یم زما یو دوست ماته داسې درمل وښودل چې په خوړلو سره ېې سړی طاقت ور کیږی او څه نقص هم نه لری ما هغه درمل وخوړل او په خوړو ېې کافی صحت مند شوی هم وم خو کله چې هغه درمل خوړل بس کړل نو ورو ورو بیرته ډنګر شوم او لومړنی حالت ته راغلم خو اوس له ډیرې غټې ستونزې سره مخامخ یم او هغه دا چې درمل زما په وجود کې داسې تغیر راوستی دی چې له هلکانو سره مې مینه زیاته شوې که د فیصدې په لحاظ درته ووایم نو۶۰ فیصده مې هلکان خوښیږی او ۴۰ فیصده نجونې .

خو غلط کار مې چیرته کړی نه دی یو ځل ډاکټر ته ورغلم او هغه وویل چې د درملو په خوړلو سره دې نارینه هورمون کم شوی دی .

د خدای او رسول په خاطر له ماسره مرسته وکړئ ځکه دا یوه داسې ستونزه ده چې هر چاته ېې ویلی هم نه شم خو که تاسو زما پوښتنه ځواب نه کړه نو کیدای شی چې زه دهمیشه لپاره ددې پوښتنې له مطرح کولو عاجز شم .

ځواب:

تر دې وړاندې چې د دغه قدرمن ورو پوښتنه ځواب کړم یو ځل بیا له هغه دوستانو بښنه غواړم چې پوښتنې ېې نه دی ځواب شوی زه ډیره موده سخت مصروفه وم او حتی په رخصتیو کې مې هم وخت نه کاوه د ډیرو ملګرو پوښتنې بې ځوابه پاتې دی ورو ورو به انشاالله ورته ځواب ورکوم هیله ده په خپلې بزرګوارۍ سره ما وبخشئ.

تردې وړاندې چې په مشخصه توګه د دغه قدرمن ورو پوښتنه ځواب کړو باید لږ په ټول کې په دې ناوړه ښکارندې خبرې وکړو.

له همجنس سره مینه یا همجنس ته تمایل هغه ستونزه ده چې بشریت له ډیر پخوا ورسره لاس او ګریوان دی دمثال په توګه په پخوانی یونان کې دسافو په نامه شاعرې د لزبو په نامه د یونان په ټاپو ګانو په خپلو شعرونو کې دنجونو او ښځو تر منځ د جنسی اړیکو او مینې یادونه کړې چې اوس په انګریزی کې دښځوترمنځ دجنسی اړیکې نوم (لزبین) هم له همدې ځایه سرچینه اخلی دغه راز د پخوانی روم یو امپراتور هادریان هم دغسې تمایلات درلودل حتی ویل کیږی وتلی انځور ګر لیونارډو داوینچی هم همجنسپال ؤ په اسیا او نورو هیوادونو کې هم دغه مسله موجوده وه دغه راز زموږ په سیمو کې هم دغه ښکارنده موجوده ده خو دلته باید دوه مسلې سره بیلو کړو یو همجنس بازی ده او بله همجنس ګرایی یا همجنس ته تمایل .

زه فکر کوم زموږ په ټولنه کې د همجنس بازی مسله ډیره دود ده په دې معنا چې کله یو کس خپل مخالف جنس ته د لاسرسی امکان ونه لری نو له خپل همجنس سره د جنسی اړیکې له لارې خپله جنسی تنده ماتوی فکر کوم دغه مسله زموږ په سیمو کې ډیره لیدل کیږی او کله چې یو کس مخالف جنس ته تمایل پیدا نه کړی نو بیا له همجنس سره جنسی اړیکه نیسی ورو ورو ېې له مخالف جنس سره علاقه کمیږی .

خو له همجنس سره علاقه یو بله اساسی مسله ده او په ټولو ټولنو کې لیدل کیږی په ځینې هیوادونو کې که څه هم یوه رټل شوې مسله ده خو بیا هم ورته قانونی بڼه ورکړل شوې او شمیرنې ښیی چې په سلو نارینه وو کې یو او په سلو میرمنو کې څلور همجنس ګرا دی .

لکه چې دغه ورور ویلی دی هورومونی مسلې په دې برخه کې رول لری خو دغه تیوری په دې ډول ده چې د استراډیو او تستوسترون په نامه هورمونونه که کم یا زیات شی په جنسی تمایل ورسره بدلیږی او دغه تیوری ډیره مطرح هم ده چې په نارینه او ښځو کې دغه هورمونی بدلونونه ددې سبب کیږی چې له همجنس سره تمایل پکې ډیر شی .

په دې هکله په اروپایی هیوادونو کې ډیرې څیړنې هم شوی او ددې ښودنه کوی چې د همجنس ګرایانو او عادی کسانو په فریولوجیک جوړښت کې توپیر موجود دی له همدې امله ځینې کسان وایی چې دغه ښکارنده یوه مورزادی او جنټیکی ستونزه ده خو یو لودیځوال څیړاند وایی ما داسې شی نه دی موندلی چې وښیی دغسې کومه ستونزه د دغو کسانو په مازغو کې کوم بدلون موجود وی او هغه دغه تیوری ردوی .

د بلانکارډ وکلاسن په نامه څیړاند ویلی دی چې که یو ورور همجنس ګرا وی دا احتمال ۳۳ په سلو کې زیاتیږی چې بل ورور هم دغه ستونزه ولری ځینې څیړاندو وویل چې یو مخصوص جن د ګی جن په نامه شته چې دغه ښکارنده بل کس ته انتقالوی ددغه څیړنو نتیجې د Human Genetics په نامه په یوې نشرې کې خپرې هم شوې په هر صورت مختلفی نظرې په دې برخه کې شته ټولې تراوسه پورې نه تاید شوې او نه په کره توګه رد شوی دی خو دا یو واقعیت دی چې ځینې کسان دغه مشکل لری او بیا هم یادونه کوم چې کله چې دهمجنس ګرایی مسله یادیږی ټول هغه موردونه پکې نه ر اځی چې دفرهنګی مسلو له امله رامنځته شوی وی دمثال په توګه زموږ په ټولنه کې کله چې یو کس خپل مخالف جنس ته لاسری ونه لری نو هغه خپله جنسی تنده له خپل همجنس سره ماتوی په دې حالت کې نه شو ویلی چې دا جنتیکی مسله ده بلکه دا یو ډول فرهنګی ستونزه بلل کیږی.

د دې ستونزې په پیدا کیدا کې بله روانی مسله هم اغیزمنه ده دمثال په توګه هغه هلکان چې دمور له لوری سخت رټل شوی وی او ظالمانه برخورد ورسره شوی وی ممکنه ده په لوینې کې له نجونویو ډول کرکه ولری او دغه چاره ددې سبب کیږی چې خپله جنسی تنده له خپل هجنس سره ماته کړی .په هرصورت هغه څه چې روښانه دی دا دی چې دا یو ناسم عادت دی او باید پریښودل شی که هورمونی ستونزه لرئ ډاکټر ته په ورتګ سره ېې حل کولای شئ اسلام هم دغه ښکارنده رد کړې ده او کبیره ګناه بلل کیږی پردې سربیره جسمی او روانی ستونزې پیدا کولای شی .

غوره دا ده چې یوه ارواپوه ته مراجعه وکړئ او خپله دغه ستونزه ورسره شریکه کړئ او د بدن د جنسی هورمونونو اندازه معلومه او دعلاج فکر ېې وکړئ د هورمونونو د کمیدا علاج شونی دی او ډاکټر ته په ورتګ سره دغه کار کیدای شی .

هغه فکرونه له ذهنه لیرې کړئ چې دغه تمایل یا ګرونه په تاسو کې زیاتوی دغه حس په ځان کې پیاوړی کړئ چې باید له مخالف جنس سره مینه پیدا کړئ .

خپلې سترګې له ګناه پاکې کړئ په دې معنې جې هلکانو ته د شهوت په سترګه مه ګورئ او کله چې دغسې حس درته پیدا شو اسلام په مقدس دین کې ځینې لارښونو ته پام وکړئ او ترې ګټه واخلئ او له ټولو هغه موقعیتونو ځان لیرې وساتئ چې د همجنس ګرایئ حس په تاسو کې زیاتوی .

ځان بیکاره مه پریږدئ خپلې ټولنیزې اړیکې پراخې کړئ ښه ملګری پیدا کړئ او ځان له دې ښکارندې وژغورئ .

خپل معنوی اړخ مذبوت کړئ لمونځ کوئ او دزړه له اخلاصه ېې کوئ دغه کار د رسره ډیره مرسته کوی او دغه فکر کوئ چې یو عادت په یوه شیبه کې نه بدلیږی بلکه وخت او حوصله غواړی زه له دینې پلوه ډیره توضیح نه شم ورکولای خو له طبی پلوه په لودیځو ټولنو کې ډیرځله دغه مسله منل شوې او ویل کیږی چې دغه کسان بله لاره نه لری او ځکه خو ېې ودونه هم په رسمیت پیژندلی خو موږ او تاسو له دې کاره په اسانه ځان ژوغورلی شو ځکه چې داسلام سپیڅلی دین لرو او دا ټولو ښه لاره ده چې له ګناهونو مو ژغورلی شی .

یو ځل بیا دغه ورور ته زما سپارښتنه دا ده چې یو ارواپوه او د داخلی متخصص ته ورشی چې خپل ټول معاینات ترسره کړی که هورمون مو کم شوی وی په اسانه ېې درملنه کیدای شی حتی هغه کسان چې جنسی تمایل ېې کم شوی وی د هورمون په ترلاسه کولو سره دغه ستونزه حل کولای شی .

اړوند مطالب


مناسب او ایډیال وزن / د ډاکټر سباوون ځواب


وچ مزمن ټوخی/ د ډاکټر سباوون ځواب


په نارینه وو کې د سپرم ستونزه/ د ډاکټر سباوون ځواب


څنګه معده سالمه وساتو/ د ډاکټر سباوون ځواب

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=1534

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *