همایون: د ولسمشر دوهم مرستیال باید بخښنه وغواړی

  • خپرول: ۲۸ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 84685

د افغانستان د ولسی جرګې لومړی مرستیال همایون همایون د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتی تړون په اړه د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش پر څرګندونو غبرګون وښود.
نوموړی د ولسی جرګې په نننی غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغانستان د اساسی قانون په اساس او د مقننه قوې په توګه د افغانستان ولسی جرګه د دې صلاحیت لری چې له امریکا سره امنیتی تړون لغوه کړی او یا هم پکې تعدیلات رامنځته کړی.
هغه زیاته کړه، چې د هېواد د روان بد امنیتی وضعیت ته په کتو د ولسی جرګې ځینې استازی وایی له امریکا سره په امنیتی تړون کې باید یو لړ تعدیلات راوستل شی.
ښاغلی همایون د ولسی جرګې ځانګړو کمېسیونونو ته لارښوونه وکړه چې له امریکا سره د امنیتی تړون ټول موارد وارزوی او جزئیات یې له جرګې سره شریک کړی.
د ولسی جرګې لومړی مرستیال وویل، چې د د ولسمشر دوهم مرستیال باید د ولسی جرګې پر خلاف له څرګندونو ډډه وکړی او ټینګار یې وکړ چې د ښاغلی دانش دې د ځپلو څرګندونو په خاطر د ولسی جرګې له استازو څخه بخښنه وغواړی.
د یادونې وړ ده چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش پرون یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې هغه موضوعات چې د هېواد له ملی ګټو سره تړاو لری باید پکې واقعیتونه په پام کې ونیول شی او ټینګار یې وکړ چې د ولسی جرګې استازی باید په ورته موضوعاتو کې د شخصی ګټو پر ځای یې ملی ګټو ته ترحیج ورکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=84685

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *