هلمند کې د طالبانو پر مواضعو مرګونی هوایی بریدونه

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: خامه پرس
  • د خبر شميره: 76138

نوشته شده توسط khaama – Sat Aug 11 2018, 6:20 am

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکی وایی د ائتلافی ځواکونو هوایی بریددونو په ترڅ کې ‘ګڼ شمېر وسله وال طالبان وژل شوی.

چارواکی زیاتوی، چې د طالبانو پر مواضعو تازه هوایی بریدونه د نهر سراج ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوی.

د راپورونو له مخې، د هوایی بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۹ وسله وال وژل شوی او د هغوی یو شمېر وسلې او مهمات له منځته تللی دی.

د هلمند ولایت مقام پرون د یو بیان په خپرولو سره وویل ”نن جمعه مازدیګر ناوخته نېږدې اوه بجې د نهرسراج ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ۶۱۱ سړک لویدیځ لورته د ایتلافی ځواکونو د هوایی بریدونو پر مهال د د ښمن ۱۹ تنه وژل شوی دی. “

خبرپاڼه زیاتوی، چې د یادو بریدونو له مخې د وسله والو مخالفینو درنې او سپکې وسلې هم له منځه تللی دی.

هلمند د افغانستان په سویل کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږی.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند په ګډون د هېواد په یو شمېر نا امنو ولایتونو کې د وسله وال طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد پوځی عملیات دوام لری.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبری آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس


شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76138

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *