هلمند ولایت کې پر ملکی وګړو باندې د امریکا هوایی برید له امله ۱۹ تنه وژل شوی

  • خپرول: ۲۴ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 87976

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د طالبانو د ملکی تلفاتو څخه د مخنیوی کمیسیون په یوه ویناپاڼه اعلان کړی چې امریکایی ځواکونو په هلمند ولایت کې په یولړ پوځی عملیاتو کې افغان ملکی وګړی موخه ګرځولی دی.
یاد کمیسیون ټینګار کړی چې د امریکایی ځواکونو په عملیاتو کې د څلورو هستوګنیزو کورونو د ویجاړولو ترڅنګ، ۱۹ تنه ملکی وګړی وژل شوی او ۳۰ تنه نور ټپیان شوی دی.
همداراز د طالبانو په ویناپاڼه کې د هلمند ولایت په نادعلی ولسوالۍ کې د امریکایی ځواکونو په ځمکنیو او هوایی عملیاتو کې د وژل شویو کسانو د نومونو نوملړ خپور شوی دی.
داپه داسې حال کې ده چې په یوه وروستۍ اونۍ کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې پر ملکی وګړو باندې د امریکایی ځواکونو د هوایی بریدونو له امله لسګونه افغان ملکی وګړی وژل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87976

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *