هلمند ولایت کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه بېلابېل راپورونه

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 104166

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالی کې د څه باندې ۲۰ تنو د وژل کېدو په اړه ضد و نقیض ادعاوې کېږی.

چارواکی وایی چې د دولت وسله والو مخالفانو د یوه کور له څنګه پر امنیتی ځواکونو ډزې کولې چې بمباری پرې وشوه او په نتیجه کې یې لږترلږه ۲۵ طالبان او ۴ ملکیان ووژل شول.

خو په مشرانو جرګه کې د هلمند یو استازی هاشم الکوزی وایی چې په دې برید کې لږترلږه ۲۰ ملکیان وژل شوی دی.

طالبانو بیا ویلی چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۱ ملکیان وژل شوی او ۱۵ تنه ښځې او ماشومان ژوبل شوی دی.

افغان امنیتی چارواکی وایی چې د ځانګړو افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۵ سختدریځو د وژل کېدو ترڅنګ ۱۰ نور ژوندی نیول شوی دی.

ښاغلی الکوزی وایی چې د سنګین په څاروان کلا کې پر دوو کورنو برید شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104166

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




98 − = 91