هغه مډال راوړونکی چې د افغانستان ملی سرود دخپرېدو پرمهال په ژړا شو

  • خپرول: ۲۶ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 36998

حسین سفری په ترکمنستان کې د آسیا لوبو په پنځم پړاو او د جوجیتسو په برخه کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. دی د افغانستان ملی سرود د خپرېدو پرمهال په ژړا شو .
حسین بخش صفری د آسیا لوبو په پنځم پړاو د کوربه هېواد دوه لوبغاړو په وړاندې په بریا سره او د بل قرقیزستانی لوبغاړی په وړاندې د بریا په ترلاسه کولو سره د سرو زرو مډال خپل کړ. دی په دغو سیالیو کی د افغانستان لومړنۍ مډال راوړونکی دی.
حسین بخش صفری ، د ۶۲ کیلوګرام وزن سره په خپله لومړنې لوبه کې د بریا چانس ترلاسه نه کړ او په وروستی سیالۍ کې وتوانېد د کوربه هېواد څخه سیالانو ته چې د ترکمنو کتونکو د ملاتړ څخه برخمن ول ، ماتی ورکړی او وروستی سیالۍ ته لاره پیدا کړی.
زموژ هېواد دغه لوبغاړی په وروستی لوبه کې هم ښه وځلېد او وتوانېد خپل قرقیزستانی سیال ته ماتی ورکړی او په همدې سره د افغانستان د ورزشی ډلې لومړنۍ مډال ترلاسه کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=36998

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *