هرات ولایت کی د یو دینی عالم د وژل کېدو په غبرګون د یاد ولایت سلګونه اوسېدونکو لاریون

  • خپرول: ۲ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 65340

په هرات ولایت کې د اهل تشیع یو دینی عالم محمدجعفر توکلی له ترور، وروسته د دغه ولایت سلګونه اوسېدونکی د والی دفتر مخې ته راووتل او د پېښې عاملانو پر ضد یې شعارونه ورکړل.
شیخ محمدجعفر توکلی په هرات کې د اهل تشیع له پیاوړیو عالمانو و. نوموړی تېر ماښام له لمانځه وروسته په هرات ښار کې د وسله‌والو کسانو له‌خوا ووژل شو.
اعتراض کوونکیو امنیتی بنسټونه په بې‌کفایتۍ تورن کړل او ویې ویل، حکومت هرځلې د دینی شخصیتونو د ترور پېښو څېړلو ژمنه کوی؛ خو عمل پرې نه‌کوی.
همدارنګه معترضانو د اعتراض په ډول د هرات د والی دفتر دروازه وتړله او خبرداری یې ورکړ، تر هغو پورې چې د پېښې عاملان ونه نیول شی؛ د ولایت مقام دروازې خلاصولو اجازه به ورنه‌کړی.
د ولایتی شورا غړې سکینې حسینی او یو بل اعتراض کوونکی مهدی حدید وویل، حکومت به تر کومه د ملت وینې ته لاس تر زنې ناست وی او ترکومه به د خپل کمزوری مدیریت پړه پر نورو وراچوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65340

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *