نېږدې ۱۰ زره پاکستانیانو د افغان کډوالو جعلی اسناد جوړ کړی

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 104039

د پاکستان د ملی احصایې اداره وایی، تر ۱۰ زره ډېر پاکستانیان یې پېژندلی چې د ملګروملتو د مرستې د ترلاسه کولو لپاره یې ځانونه افغان کډوال ښودلی وو.

د پاکستان د ملی ډاتابېس او راجسترېشن (نادرا) په وینا دغو کسانو د دې لپاره چې د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ هر بېرته ستنېدونکی افغان کډوال ته ۴۰۰ امریکایی ډالر ورکول، د افغان کډوالو اسناد اخیستی وو.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دا خبره د نادرا رییس عثمان یوسف مبین د پاکستان مشرانو جرګې د کورنیو چارو کمېټې ته د بلاک شویو الیکترونیکی کارتونو (برقی تذکرو) په اړه د معلوماتو د ورکولو په ترڅ کې وکړه.

ښاغلی مُبین همداراز وویل، د پاکستانیانو له لوری د افغان کډوالو جعلی اسناد د دوی د ادارې د سیستم له خوا هغه وخت وپېژندل شول چې دا کسان د خپلو پاکستانی  الیکترونکی تذکرو د ترلاسه کولو لپاره د دوی څانګو ته ورغلل.

مبین وایی چې د دغو کسانو الیکترونیکی کارتونه بلاک شوی وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104039

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *