نیکی هیلی په افغانستان کې د ټرامپ نوې سلاکاره ټاکل کېږی

  • خپرول: ۱۹ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 87808

ځینو خبری سرچینو اعلان کړی چې نیکی هیلی د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا سفیرې له مقام څخه د لیری کېدو وروسته په افغانستان کې د دونالډ ټرامپ د سلاکارې په توګه دنده ترسره کوی.
د امریکا د معلومات رسونې شبکې راپور ورکړی چې نیکی هیلی له خبریالانو سره د خپلې تېرې ورځې په مرکه کې ویلی چې ما د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا د سفیر له پست څخه خپله دنده پرېښې او په نېږدې راتلونکې کې به په افغانستان کې د سلاکار په توګه کار وکړم.
هغې زیاته کړه: که څه هم په ملګرو ملتونو کې کار کول زما لپاره ډېر د خوښی خبره وه خو زه فکر کوم چې د افغانستان د جنګ سالارۍ مشاوریت په حوزه کې هم کولای شم خپلې وړتیاوې وښیم. موږ باید هرڅه ژر د افغانستان اوږده جګړې ته د پای ټکی کېږدو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87808

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *