نیکلسون: په افغانستان کې د زیات شمېر سیمو د پوښښ لاندې راوستلو په موخه ځینې پروګرامونه پلی کېژی.

  • خپرول: ۲۱ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 41072

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسون ویلی چې بهرنیو او افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سیموکې دداعش ډلې سره د مبارزې په موخه نوی تدبیرونه تر لاس لاندې نیولی او په افغانستان ې د زیات شمېر سیمو تر پوښښ لاندې راوستلو په موخه ځېنې پروګرامونه تر لاس لاندې لری چې د روان کال په ترڅ کې به پلی شی.
د ولسمشری ماڼۍ د دویم مرستیال دفتر دېوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د پرېکنده ملاتړ ماموریت د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسون د ولسمشری له دویم مرستیال سرور دانش سره په لیدنه کې په افغانستان کې د سیاسی ثبات ټینګښت په موخه د افغانستان نړیوالو ملګرو په ځانګړی ډول د امریکا پر ژمنو ټینګار کړی او وویل چې د ترهګریزو ډلو لکه داعش سره د مبارزې بهیر به د وړاندې په پرتله په جدی توګه دوام ومومی.
په دغه ویناپاڼه کې، دی د افغانستان امنیتی ځواکونو سره په همغژی د ترهګریزو ډلو سره د مبارزې په موخه د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو د چمتوالۍ اعلان ترڅنګ وویل چې دداعش لمنځه وړل او د یادې ترهګریزې ډلې سره جدی مبارزه، په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو یوله لومړیتوبونو څخه دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41072

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *