نیویورک ټایمز: د افغانانو په مشری د سولې بهیر ناکامۍ، امریکا له طالبانو سره مستقمیو خبرو ته نېږدې کړی

  • خپرول: ۲۵ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 70091

نیویورک ټایمز راپور ورکړی چې د افغانانو په مشری د سولې بهیر له ناکامۍ وروسته،. ولسمشر دونالډ ټرامپ خپلو جګپوړو دیپلوماټانو ته امر کړی ترڅو له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړی.
یادې ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلی چې امریکا په افغانستان کې د جګړې ستونزې د لمنځه وړلو په موخه، له طالب ډلې سره د مستقیمو خبرو د ترسره کولو هوډ لری.
نیویارک ټایمز په دې اړه د یو راپور په خپرولو سره ویلی چې دا پرېکړه د سولې خبرواترو د ترسره کېدو او په افغانستان کې د جګړې ستونزې د پای په موخه د امریکا لېوالتیا یوه نښه ده.
سربېره پردې، تراوسه ددغو خبرواترو لپاره کومه نېټه نده ټاکل شوې او دا شونتیا شتون لری چې دا موضوع له خپل بهیر څخه بهر شی.
نیویارک ټایمز په خپل راپور کې افغانستان او پاکستان هېوادونو ته د امریکا جګپوړو چارواکو سفر ته اشاره کړی او ددغو سفرونو موخه، د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره زمینه بللې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=70091

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *