نړېوال ادبی مکتبونه او د هغوی اصول

  • خپرول: ۷ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 60651


Fb-Button

لېکنه : مسعود پښتون

کلاسېزم (Classicism) :

کلاسېزم هغه ادبی مکتب دی، چې له نورو ادبی مکتبونو څخه پخوا په ۱۵ – ۱۷ پېړیو کې رامنځ ته شوی دی. دا ادبی مکتب د یونان او روم له هنر څخه په کاپی (تقلید) کې رامنځته شوی.  که په ټوله کې ووایو، کلاسیک هنر په اصل کې هغه د یونان او روم هنرونه دی. د کلاسیک ادبی مکتب لوی اصل او قانون له طبیعت څخه تقلید دی. که څه هم له دې خبرې انکار ناشونی دی، چې  نور ادبی مکتبونه له طبیعت څخه تقلید نه کوی. د کلاسېزم په ادبی مکتب کې ټول ادبی اثار په ترتیب سره ډله بندی شوی، چې دلته به پرې خبرې وکړو.

  • حماسه او رومان

د حماسی اثارو ځانګړتېاوې د ملی قهرمانانو عظمت، لوړتېا،  جنګی کارنامې او د هغوی صفت او ستاینې دی. ډېرکله په حماسی اثارو کې له مبالغې کارا خېستل کېږی، په نړیوال ادب کې د حماسی اثارو قهرمان ته د خدای لقب کارول کېږی، د دوی په وینا دا قهرمان له هر اړخه یوه وتلې څېره وی، زړور وی، دلاور وی، با عزته وی، پاک نفسه وی، پاک لمنی وی یعنې په ټوله کې یې هره کړنه د یو قهرمان وی. په حماسی اثارو کې تر دې دمه د هومر الیاد او د خوشحال خان خټک حماسی قصیدې او شعرونه لومړی مقام لری. کله چې د داستان د شعر په جای په نثر وړاندې شی، نو رومان منځته راځی. په رومان کې هم هغه حماسی اصول په کار وړل کېږی، خو فرق یې دومره دی، چې په حماسی اثارو کې د جنګی کارنامو اتل ستایل کېږی او په رومان کې عشق لومړی مقام لری.

  • تراژېدی

ارسطو د تراژېدی په تعریف کې وایی، تراژیدی د یوې جدی حادثې له مکمل تقلید څخه عبارت دی، چې په داسې ښکلی انداز وښودل شی، چې د پېښې ټولې خواوې په یو انداز داسې پکې بیان شی، چې نمایشی بڼه ولری، نه داستانی او یا حکایتی.

نوموړی زیاتوی، د تراژیدی قهرمان باید جنایتکار نه وی، همدارنګه ډېر پرهېزګاره او د ښه کردار انسان هم ونه اوسی. د تراژیدی قهرمان او لوبغاړی بیاد د مقابل طرف سره، چې په ستونزه او مشکل کې وی، یوه رابطه هم ولری، یا یې له کورنۍ څخه وی او یا له دوستانو څخه .

  • کومېډی

کومېډی له هغه نندارېز اثر څخه عبارت دی، چې ننداره یې په زړه پورې، ولې لوبغاړی یې د ټولنې له ټېټو شخصېتونو  څخه وی. د کومېډی اثارو منځپانګه له روزمره پېښېدونکو موضوعاتو څخه وی، که په ټوله کې ووایو، په کومېډی اثارو کې داسې موضوعات وړاندې کېږی، چې پای یې یو خندونکی انداز لری. ډېر کله په دې ډول اثارو کې د ساعت تېری لپاره ډول ډول موضوعات وړاندې کېږی.

د کلاسېزم د ادبی مکتب اصول په لاندې ډول دی:

  • د طبیعت پېښې کول: د کلاسېزم د ادبی مکتب هنرمند باید یو ښه طراح او جوړونکی واوسی.
  • له پخوانېو څخه باید تقلید او کاپی کوونکی واوسی.
  • عقلی اصول: ددې مکتب لارویان باید د عقل له فلسفې سره اشناء واوسی.
  • حقیقت وړاندې کول: ددې مکتب  لوبغاړی باید څرنګه، چې په ټولنه کې ژوند کوی، همغه شان واوسی.

سمبولېزم  (Symbolism):

دا ادبی مکتب د نولسمې پېړۍ په اخېرو کې رامنځته شو، شارل بودلر ددې ادبی مکتب مخکښه څېره ګڼل کېږی. د بودلر اثارو او د نوموړی پلویانو په خپل ځانګړی سبک سره دې ته لاره هواره کړه، تر څو د سمبولېزم ادبی مکتب رامنځته شی. پل ورلن، ارتور رمبو او اسټیفان مالارمه ددې ادبی مکتب مشهورې څېرې ګڼل کېږی. باید یادونه وکړم، چې اوس دا لېکوالان هر یو یې د یو ځانګړی سبک پېروی کوی.

د سمبولېزم اصول:

له فکری پلوه سمبولېزم هغه ادبی مکتب دی، چې د فلسفی نظریاتو (ایډیالېزم) تر تاثېر لاندې وی، دا ادبی مکتب په ۱۸۸۰م کال په فرانسه کې وغوړېد، چې تر ډېره پرې د شوپنهاور نظرونوهم  اغېزه درلوده. د سمبولېزم پلویانو د خپل خراب منشور، چې له حقیقت څخه په لرې فاصله کې وی پېروی کوله. ددې ادبی مکتب پلویانو هر څه ته له تخیلی پلوه کتل، یعنې د دوی ډېره تکیه په تخیل وه.

د سمبولېزم  اصول او قاعدې:

  • هغو سندرو ته زیات فکر کول، چې نه یې عقل منی او نه منطق.
  • د داسې اثارو پنځول، چې هر څوک یې په پوهېدنه قادر نه وی.
  • سمبولېستان د لېدونکو واقعېتونو څخه لرې، بلکې په ذهنی واقعېتونو فېصلې  او باور لری.
  • غېرې عادی او روانی حالت  او همدارنګه یو بې دلېله کشش په خپلو اثارو کې ځایول.
  • خپل احساس او تخیل ته زیات ارزښت ورکول.

شارل بودلر، موریس مترلینګ، الدینګتن، لارنس، هاکسلی او ارتور رمبو ددې ادبی مکتب له مشران او مخکښو څېرو څخه ګڼل کېږی. د بودلر د پاریس د سفرونو نندارې، د ارتور رمبو قوم پرست  او د موریس مترلینګ تخیلی شعرونه د سمبولېستانو له مهمو اثارو څخه ګڼل کېږی.

ورېزم (Verisme) :

دا مکتب د لومړی ځل لپاره په ایټالیا کې رامنځته شو او دلته له منځه هم ولاړ. ددې مکتب  بنسټ ګر جیوانی ورکا وی، نوموړی به په سخته ژبه او سپکو سپورو د توماس هاردی انګریزی لېکوال د اخلاقی فلسفې په رڼا کې د ایټالیا د پخوانیو لېکوالانو لېکنې غندلې. له نوموړی لېکوال دوه شهکارونه لا اوس هم خوندی دی، چې لومړی یې د کلېوالی کېسو یو داستانی قیصه او بل یې یو رومان  دی.

دا ادبی مکتب اوس هم په فرانسه کې د یو کلېوال هنری داستان په نوم یادېږی. لنډه دا، چې د ورېزم  ادبی مکتب له ریالېزم او ناتورالیزم مکتبونو څخه په تقلید رامنځته شوی وی. لوییجی کاپوانا، ماریو پراتزی، ښاغلې ګراتسیا دلدا ددې مکتب له لېکوالانو څخه ګڼل کېږی.

رومانتسېزم (Romanticism) :

نولسمه پېړۍ باید په  اروپایی ادبیاتو کې د نوی او عصری ادب  په نوم یاده شی، چې لمن یې لا د پراختیا په حال کې ده. همدا ډول دا نوې او عصری ادبی دوره باید د رومانتېک  او بورژوازی طبقې او دورې په نوم هم ونومول شی، ځکه چې په دې دوره کې ټولو خانانواو د لوړې طبقې خلکو خپل نفوذ له لاسه ورکړ، ادبی اثارو د ځانګړی یون تر څنګ ډېر پرمختګ وکړ، نوی شاعران او لېکوالان راپېدا شول، رومانتک ادبیات په نولسمه پېړۍ کې په اروپا کې  یو پر بل پسې وغوړېدل.

د روماتیک کلمه د لومړی ځل لپاره د کلاسیک ادبی مکتب لخوا مسخره شوه، دوی به د رومانتیک کلمه نویو لېکوالانو ته کاروله، چې  د خیال او لنډې کیسې سره مترادف وی. د رومانتسېزم د ادبی مکتب له انګلستان څخه سر راپورته کړ، چې وروسته بیا المان ، فرانسې او په ۱۸۵۰م کال کې ټولې اروپا ته وغځېد.

د رومانتسیزم د مکتب اصول:

  1. د کلاسیزم ادبی مکتب پېروان ایډیالسیت دی، د یو اثر او مطلب  ښکلېوالی او ښه والی، چې د کلاسیک ادبی مکتب هدف دی، برعکس رومانتیسېزم یې بدګنې او بدیانې په ګوته کوی.
  2. د کلاسیزم ادبی مکتب د شعر اساس عقل بولی، ولې د  رومانتسېزم ادبی مکتب بیا پر خیال او احساس ټېنګار کوی.
  3. د کلاسېزم ادبی مکتب الهام له یونان او روم څخه اخلی، رومانتسېزم ادبی مکتب بیا خپل الهام له مسیحی صدۍ، رنسانس او له خپلو ملی لنډوکېسو څخه اخلی.
  4. کلاسېزم ادبی مکتب تر ډېره په قاطعیت ټېنګار کوی، خو رومانتسېزم ادبی مکتب بیا په منظره او ښکلا ته زیات اهمېت ورکوی.

د دې مکتب مخکښ لېکوالان: ویکتور هوګو، والتر اسکات، وردزورت، ګوته، شیلر، پوشکین او ولرمانتوف دی. همدارنګه ددې مکتب مشهور اثار: نتردام دوپاری، ړاندی، تاراس بولبا، درې توپک لرونکی، د قفقاز زندانی، د فوارې باغچه سرای او ایوانهو………… ؟

سوریالېزم (Surrealism)  :

کوم وخت، چې د داداېزم ادبی مکتب مخ په ځوړ شو او په ۱۹۲۱م کال کې دې ادبی مکتب  خپل ځای د سوریالېزم ادبی مکتب ته پرېښود او د سوریالېزم ادبی مکتب په ۱۹۲۲م کال کې رسمآ په خپل کار پېل وکړ. د سوریالېزم ادبی مکتب په داسې وخت کې رامنځته شو، چې د فروید د ارواپوهنې نظریو (پټ ضمېر او بېا ژوندی کېدل) زور اخېستی وی. اندره برتون او لویی اراګون هغه روانی څېړنکاران وی، چې د فروید له نظریو څخه یې په الهام اخېستنې دا ادبی مکتب رامنځته کړ.

د سوریالېزم دادبی مکتب اصول:

  • د سوریالېزم ادبی مکتب په ستونزه کې په توقع لرلو ټېنګار کوی، چې دا ادبی مکتب د څو فلسفی ځانګړتېاوو درلودونکی دی.
  • علمی فلسفه، چې اساس یې د فروید له نظریاتو څخه وی.
  • اخلاقی فلسفه، چې د هر ډول قراردادونو پر خلاف وه.
  • ټولنېزه فلسفه ددې فلسفې پر اساس دوی غوښتل، چې د بشرېت په ازادۍ کې یو انقلاب رامنځته کړی.

شعر ویل د سوریالېزم په ادبی مکتب کې یو ځانګړی ځای لری، دا ادبی مکتب پر دې تکیه کوی،

چې نړیوالتوب باید د شعر له لارې ټولو خلکو ته وړاندې شی. دوی شعر د ژوند له اساسی اصولو څخه ګڼی او په دی عقېده دی، چې شعر د ټولو ستونزو حل دی. د سوریالېزم ادبی مکتب هدف انسان له ټولو غلطو ګټو څخه خلاصون دی.

فیوچرېزم (Futurism)  :

فیوچرېزم دفیوچر څخه اخېستل شوې کلمه ده، چې مانا یې آینده ده. دا ادبی مکتب د ورېزم په شان د لومړی ځل لپاره په ایټالیا کې رامنځته شو او وروسته نورو هېوادونو ته وغځېده. د فیوچرېزم ادبی مکتب بنسټ اېښودونکی پېژندونکی ایټالوی لېکوال مارینتی وی. د نوموړی په وینا د ماشین او ټکنالوجی په زمانه کې باید ژبه او ادبیات هم ماشینی او په ټکنالوجی سمبال شی.

د فیوچرېزم ادبی مکتب له هر ډول احساساتی کړنو، بېان او د شاعر له داخلی احساساتو څخه د ګرامر او ژبې د قانون په نظر کې نه نېولو سره مخالف دی او د شاعر لخوا د ازادو کلمو په ویلو ټېنګار کوی. د فیوچرېزم ادبی مکتب د اول نړیوال جنګ څخه وړاندې له منځه ولاړ.

ریالېزم  (Realism) :

ریالېزم د لومړی ادبی مکتب په توګه د اتلسمې پېړۍ په اخېر او د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې په فرانسه کې رامنځته شو. ددې ادبی مکتب لېکوال د نورو ادبی مکتبونو په پرتله ډېر مشهور نه دی، یعنې متوسط خو مشهورې څېرې نه دی. شانفلوری، مورژه او دروانتی هغه لېکوالان دی، چې ددې مکتب په پرمختګ کې مهم رول لری.

ددې ادبی مکتب لوی او مشهور لېکوال دوره ګوستاو فلوبر دی، چې د سپېڅلی ریالېستیکی کتاب مادام بوواری لېکوال دی. د فلوبر په نظر رومان لېکونکی له بل هر یو لېکوال زیات هنرمند دی، چې هدف یې د یو مکمل اثر وړاندې کول دی. نوموړی زیاتوی دا کمال هغه وخت پوره کېږی، کوم وخت، چې یو لېکوال په خپله لېکنه او اثر کې خپل داخلی احساسات او شخصی غوښتنې له منځه یوسی او یو غېر شخصی اثر رامنځته کړی.

فلوبر د هغو لېکوالانو څخه کرکه کوی، کوم لېکولان، چې خپلې غوښتنې او احساسات په خپلو لېکنو او اثارو کې ځایوی. که څه هم د ریالیسټ مانا هم د حقېقتونو سپړنه او رابرسېره کول دی. ددې مکتب د رامنځته کېدو علت هم حقېقت سپړنه او په ټولو ادبی اثاروکې حقېقتونو ته ځای ورکول شامل دی. د ریالېزم ادبی مکتب د رومانتسېزم ادبی مکتب پر خلاف دی، چې ډېر کله د رومانتیک ادبی مکتب د لېکنو یا اثارو په رامنځته کولو کې صفت د صفت لپاره کارول شوی دی، چې د ریالېزم ادبی مکتب پرې نېوکه لری.

داداېزم (Dadaism) :

داداېزم ادبی مکتب د نړېوالې جګړې د کش مکش څخه را پېدا کېدونکی ادبی مکتب ګڼلی شو، چې د اولې نړیوالې جګړې په اوایلو کې رامنځته شو. د دې ادبی مکتب لېکوالان  په هېڅ تل پاتې امر او امید باور نه لری، د هنر او ټولنېزو اخلاقو پر ضد دی، همدا ډول دوی باور لری، چې ادبیات باید له لومړیو څخه د عقل او منطق او ګرامر څخه ازاد وساتل شی، تر څو په یوه ازاده فضاء کې د رامنځته کېدو تر څنګ پرمختګ وکړی.

د داداېزم ادبی مکتب طرحه د لومړی ځل لپاره په ۱۹۱۶م کال دیو رومانی شخص تریستان تزارا او دوو ملګرو هانس ارپ او دونفر لخوا رامنځته شوه.برتون، پیکابیا، اراګون، الوار او سوپر هغه شاعران دی، چې د لومړی ځل لپاره ددې ادبی مکتب سره یو ځای شول. په ۱۹۲۲م کال کې دا ادبی مکتب د ځېنو داخلی او نړېوالو ستونزو په را پېدا کېدو سره له منځه ولاړ او ځای یې سورېالېزم ته پرېښود.

ناتوریالېزم (Naturism) :

ددې ادبی مکتب مشران ژرژنویلیه او وژن مونفور دی، ددې ادبی مکتب اصول د سمبولېزم ادبی مکتب سبکی اصول او موشګافی ردوی او په خپلو ادبی اثارو کې ژوند، طبیعت، عشق  او زړورتېا ته ځای ورکوی او دا لوی ګڼی. که څه هم د دې ادبی مکتب پلویان د خپل ادبی مکتب په مطرح کولو کې تر ډېره کامیانه نه وی، ولې د خپلو اثارو د محتوا او مانا په لحاظ د ځېنو ادبی مکتبونو څخه پېاوړی وی، چې د انادونو ای او فرانسیس ژامز شعرونه یې ښه استازېتوب کوی.

ددې ادبی مکتب د پلویانو لخوا کوشش شوی، تر څو تجربه او علمی زور په ادبی نړۍ کې راګډ کړی او هنر ته یو علمی بڼه ورکړی. دې ادبی مکتب لس کاله (۱۸۸۰تر ۱۸۹۰م) کالونو پورې په ټوله اروپا حاکمېت درلود او وروسته ډېر ژر له پښو وغورځېد. اوس  هم دا ادبی مکتب ګڼ شمېر پلویان په امریکا او اروپا کې لری، چې د خپل ادبی مکتب اصولو ته د ژمنتېا تر څنګ کار کوی.

د ناتوریالېزم ادبی مکتب د اثارو ځانګړتېاوې:

  • د ناتوریالېزم په ادبی اثارو کې هېڅ شخص او یا بشری ټولنه د اخلاقی ریشخند وړ نه ده او که چېرته داسې کوم کارتر سره شی، هغه طبعی نه،  بلکې د قوانېنو زېږنده بولی. همدارنګه دوی باور لری، چې په اوسنۍ ټولنه (طبیعت) کې د شخړې نه بغېر هېڅ شی نشته.
  • د ناتوریالېزم ادبی مکتب په رومانی اثارو کې جزاء زوال حسابوی، ددې ادبی مکتب لېکوالان د خپل رومان د قهرمان وړوکی حرکت هم تر څېړنې لاندې نېسی او دا د څېړنې له اصولو څخه ګڼی، چې وروسته د نتیجې په ډول ترې د یو عملی کار په توګه ګټه اخلی.
  • دوی جسمی وضعېت د یو اصل په توګه منی او روحی وضعېت د جسمی وضعېت سیوری بولی. یعنې دوی په دې باور دی، چې د انسان ټول افکار او احساسات مستقېمأ د انسان له جمسی وضعېت څخه څرګندېږی او جسمی حالت د وراثت د قوانېنو له مخې د مور او پلار څخه په میراث پاتې کېږی.
  • د ناتورېالېزم د ادبی مکتب په خبرو کې تر ډېره عامه ژبه کارول شوې، یعنې دا لومړنی ادبی مکتب دی، چې په ادبی اثارو کې ټولمنلې او عامه ژبه کاروی.

امیل زولا، ګی دوموپاسان او امانتس ددې ادبی مکتب له مشهورو لېکوالانو څخه ګڼل کېږی.  اسوموار او بول دوسویف ددې مکتب له مهمه او ارزښتناکو اثارو څخه ګڼل کېږی.

اونانمېزم (Unanimism) :

د فرانسې پېژندونکی شاعر او لېکوال ژول رومن ددې ادبی مکتب بنسټ د ژرژشنویر په مرسته کېښود.اونانمېست لېکوالان په دې نظر دی، چې د هر شخص په وجود کې دوه ډوله افکار ځای لری، چې لومړی هغه یې د انسان ذاتی او خپل دی او دوهمه برخه یې ټولنه او بشری ځواک ټاکی، لکه کورنۍ، همکاران او دوستان.

باید یادونه وکړم، چې ددې مکتب قانون د تولستوی له عقېدې څخه وی، د ټولنپوهنې نظریات یې د دورکیم له نظریو څخه وی او د ایډلېزم له فلسفې څخه متاثره وی.

پوپولېزم (Populism) :

دا ادبی او هنری مکتب په ۱۹۲۹م کال کې رامنځته شو، چې هدف یې د خلکود عامه افکارو او احساساتو بېانول وی. ددې ادبی مکتب هڅې د بورژایی ارواپوهنې،  د بې کاره وشن فکرو او طبقاتی نظام پر وړاندې د لېکوالانو راپورته کول وی، چې دوی په ټولنه کې د هر ډول اخلاقی او سیاسی فساد پر وړاندې خنډ وی.

پارناس (Parnasse)  :

ویکتور هوګو د خپل مشهور کتاب Les Orientales په مرسته د هنر د هنر لپاره د ادبی مکتب بنسټ اېښودونکی وی. هوګو لومړنی لېکوال وی، چې په ادبی مجلسونو کې یې د هنر د هنر لپاره عبارت بحث ته وړاندې کړ. ډېری ځوانان به د ویکتور هوګو څخه را تاوېدل او دا به یې ویل، چې هنر خدایی ده او هغه باید یوازې په خپله ومنو، ځکه چې هغه ته کومه اخلاقی لوړتېا نه ده ورکول شوې، چې موږ ترې توقع ولرو.

تئوفیل ګوتیه له هغو ځوانانو څخه وی، چې هنر د هنر لپاره نظریه یې د څو کلونو لپاره وساتله او وروسته ددې ادبی مکتب تکړه شاعر تئودور دو بانویل ته پاتې شوه.

د دې ادبی مکتب اصول:

  • د شکل کمال او ښکلا، څه د بیان له اړخه واوسی او که څه د جوړښت له اړخه.
  • انسانی احساسات او ارمانونه خپل هدف ګرځول.
  • قافیایی ښکلاتوب.
  • د هنر د هنر لپاره  تېوری ته ارزښت ورکول.

کوبېزم (Cubism) :

د لومړی ځل لپاره دا ادبی مکتب، چې د کامیابۍ تر کچې ورساوه او په ادبی نړۍ کې یې ور ګډ کړ، فرانسوی لېکوال او شاعر ګیوم آپولینر وی. د اصولو له مخې د کوبېزم ادبی مکتب باید د عصری او افراطی نړۍ  د ټولو ادبی سبکونو پېژندونکی ادبی مکتب وګنو.ځکه ددې ادبی مکتب پلویان په دې نظر دی، چې شاعر باید د یو نقاش دنده تر سره کړی، یعنې د یو شی د یوې زاویې تر څنګ باید د هغه ټولې زاویې په ګوته کړی.

آندره سالمون، ماکس ژاکوب، پیر روردی او ژان کوکتو ددې ادبی مکتب مخکښې څېرې ګڼل کېږی.

اګزیسټینټالېزم (Existentialism) :

که څه هم اګزیسټینټالېزم یوه نړېواله فلسفی پېژندنه ده، ولې هېڅکله ددې معاصر ادبی مکتب له شتون څخه انکار نه شو کولای. دا ادبی مکتب له دوهم نړېوال جنګ څخه وروسته رامنځته شو، انسانی کرامت او اصالت او انسانی ازادی یې د بنسټېز توکی دی. لکه څنګه چې د رومانتسېزم ادبی مکتب اصالت احساسات دی، همدا ډول د اګزیسټینټالېزم ادبی مکتب اصالت او اصول وجود دی.

ددې ادبی مکتب مخکښې څېرې ژان پل سارتر، آلبرکامو، اندره مالرو او سیمون دوبوار دی.

کاسموپولاټېزم (Cosmopolitism) :

کاسموپولاتېزم ادبی مکتب ( نړېوال وطنی مکتب) د فرانسې د دوو لویو شاعرانو والری لاربو او پل موران له خوا رامنځته شو. دا نړیوال وطنی مکتب پر دې اصل ټېنګار کوی، چې ټول خلک په نړۍ کې باید یو بل خپل وطنوال وګنی، چې دا ټکی ددې امکتب له اصولو څخه ګڼل کېده. د لاربو په شعرونو کې حساسېت، د باتلر عقېده له ورایه ښکاری.

اړوند مطالب


پښتو ادبی مکتبونه او د هغو ځانګړنې/ عرفان الله حضرتزی


پښتو ادبی مکتبونه اوځانګړنې/ سید اصغر هاشمی


د ادبی دورو نوم ټاکنه/ سید اصغر هاشمی


ادبی کره کتنه او ادبی تحلیل/ ګل رحمن رحمانی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=60651

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *