نړۍ کې اول ځل په درې ګوټی چاپګر سره انسانی زړه جوړول

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 112829

له فیسبوک تېر شئ د BBC Pashto شمېره په مټ

د فیسبوک تبصرې پای د BBC Pashto شمېره په مټ

اسراییلی پوهان وایی، د نړۍ لومړی بیالوجیک درې ګوټی( ۳D) زړه یې جوړ کړی، چې تراوسه نه و جوړ شوی.

د تل ابیب پوهنتون د ساینسپوهانو دا ډله وایی، چې په درې ګوټی چاپګر سره یې نه یوازې دا زړه بلکې د هغه لپاره ژونکې یا حجرې او رګونه هم جوړ کړی دی.

دا زړه د سوی د زړه په اندازه وزن لری.

اسراییلی پوهان دا زړه طبی برخه کې داسې اوڅار پرمختګ بولی چې د زړه عملیاتو راتلونکی ته بدلون ور کولی شی.

د دې څېړنډلې مشر تال دویر وایی، دا مینیاتوری زړه په نړۍ کې د خپل ډول اولنی زړه دی:

“د درې ګوټی چاپګر لپاره داسې غوړو ژونکو سره جوهر جوړ شو، چې د ناروغانو له بدن د ژونکو د تولید لپاره، د خېټې او زړه دهلیز د وینې رګونو نه اخیستل شوی و.”

د ښاغلی دویر په خبره، له دې مخکې هم د زړه درې ګوټی چاپ شوی، خو انسانی ژونکې او رګونه یې نه لرل.

که څه هم اوس خوب بلل کېږی، خو پوهان هیله من دی چې یوه ورځ داسې زړه جوړوی چې له انسان سره به پیوندېدلی شی.

خو د کارپوهانو په خبره، په درې ګوټې ټیکالوجۍ سره د پیوند لپاره د کار وړ درې ګوټی زړه د جوړولو په لار کې ډېر خنډونه او ننګونې شته.

خو د کارپوهانو په خبره، د داسې درې ګوټی زړه د جوړولو په لار کې ډېر خنډونه او ننګونې شته په درې ګوټې ټیکالوجۍ سره پیوند شی او کار وکړی.

د انځور حقوق
AFP

د اپرېل پر ۱۵ درې ګوټی چاپګر سره د زړه جوړولو خبر د پوښښ لپاره خبریالان هم تل ابیب پوهنتون ته بلل شوی وو.

د پوهانو بل ګام د داسې لارو چارو موندل دی چې دا جوړ شوی زړونه داسې وروزی ترڅو د ریښتونی زړه په څېر حرکت یا خوځښت ولری.

د تل ابیب پوهنتون د پوهانو دا زړه داسې ژونکې یا حجرې لری چې انقباض کوی شی، خو وینه نشی رسولی.

تال دویر وایی، راتلونکی پړاو کې چې ممکن یو کال وخت وغواړی هڅه کوی دا درې ګوټی زړونه په ژوو یا حیواناتو کې پیوند کړی.

هغه زیاتوی، ممکن راتلونکو لسو کلونو کې د بدن دغړو چاپګر د نړۍ غوره روغتونونو کې ولګول شی او د زړه د تولید او پیوند بهیر په دودیز ډول وشی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112829

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *