نوی کال لمانځل د طبیعیت غوښتنه ده/ اورنګ مختار

  • خپرول: ۱ حمل ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 12651

نوی کال له ځان سره د طبیعیت نوې وږمې راوړی او غوښتنه یې هم د نویو پرمختګونو وی، څنګه چې د کال په نوی کیدو سره بزګر د خپلې کروندې لپاره د کښت نوی پلانونه جوړوی، بڼوال د نویو نیالګیو کینولوپه موخه نوې تابیا نیسی، ښوونکی د نوی کال نوی تدریسی پلانونه ، اداری مامورین د نویو کارونو- نوی کاری پلانونه او چارواکی نوی پرمختیایی پلانونه جوړوی، زده کوونکی په نویو ټولګیو کې د نوی درس لپاره کېنی… موږ هم باید د کال او طبیعیت د نوښت څخه انکار ونکړو او دا ومنو چې د نوی کال غوښتنه نوښت، کار او پرمختګ دی، موږ باید د دې نوښتونو په خاطر پر یوبل د یهود، مجوس او کوم بل چا ټاپه ونه وهو، ځکه د دې هېواد فرد فرد مسلمان دی او دا ټاپه وهنه ممکن زموږ د تنګ نظر له امله وی، زما هېوادوال د دې کال لمانځنه په دې خاطر نکوی چې دا ورځ د اختر ورځ وبولی،په اختر کې مسلمانان د اسلامی لارښوونو مطابق د اختر لمونځ کوی اوپه دې عقیده دی چې مسلمانان ۲ اخترونه لری، خو د اخترونو خوشحالۍ له دې ورځې سره جوت توپیر لری، په اختر کې عقیدوی لمانځنه او عبادت کیږی چې د روحی سکون لامل ګرځی، خو د نوی کال هرکلی سربیره پر دې چې د زړه او طبیعت غوښتنه ده، د جسم اوعقل غوښتنه هم ده چې انسان یې د نوښت او بدلون په پار ترسره کوی، عقیدتی لمانځنې او په ورځنیو چارو کې نوښت راوستل که څه هم سره بېل دی خو سره متضاد ندی،ځکه دا دواړه د انسان د نیکمرغۍ سبب کیږی، اسلام هیڅکله هم د انسان د نیکمرغۍ او پرمختګ مخالفت نکوی، بلکې کارنده او مبتکر انسان له ټمبل او ضعیف انسان غوره بولی، زموږ زیات شمېر هېوادوال یوازې په دې خاطر دغې ورځې ته هرکلی وایی چې دا ورځ په طبعی او تقویمی لحاظ له ځانه سره نوی پیغامونه او نوې غوښتنې لری او انسان د هرې ورځې په تېریدو په نویو پرمختګونو بری مومی چې د ده د هلو ځلو، پرمختګ اونوښت پایله ده، څنګه چې ننی انسان د هغو انسانانو سره توپیر لری چې۴۰۰۰ کاله وړاندې په مغارو کې په تورو تیارو کې اوسیدل همداسې د نن ورځې غوښتنه ده چې د سبا ورځې لپاره یو څه وکړو، پرون که زما ماشوم ښوونځی ته په تللو ګنهګار بلل کیدو نن زما لویان د دې لپاره ګنهګار بلل کیږی چې ولې د نوروز نوم اخلی، ای زما وروڼو د اسلام دایره دومره مه تنګوئ، نن په روسیه کې دا ورځ څوک نه لمانځی اونه یې په امریکا، انګلستان،جرمنی او فرانسه کې څوک لمانځی، نه پوهیږم تاسو دا ورځ ولې د مجوسو او یهودو ورځ بولئ، زما مسلمان ورور ولې د مجوس او یهود سره تشبیه کوی، د دې خاورې هر فرد مسلمان دی، هیڅ یهودی موږ ته ندی ویلی چې تاسو دا ورځ ولمانځۍ بلکې موږ یو چې په وړه خبره خلک تکفیرو او د یهود او مجوس نوم پرې ایږدو.


موږ که نن ستاسو د ټاپو وهلو او انتقاد له ویرې نوې جامې وا نه غوندو او دا ورځ په خوب یا خپګان تېره کړوځمکه به دخپل طبیعت او الهی قدرت له مخې سبا خپل ځان په یو شین او زرغون شال کې راونغاړی او پخپله سینه به د مرسل، غاټول، نرګس او ګلاب ګلونه وټومبی، د ځمکې پر سر هره ولاړه ونه به د ناوې په څېر ځان سینګار کړی او په سپینو او ګلابی ګلانو به ښکلې شی، طوطیان به هم راوالوځی او د سپینو او ګلابی ګلانو په منځ کې به د دې ورځې لمانځنه په مستو نغمو پیل کړی، چې د پسرلی نسیم به یې د حال په ژبه په خوا کې شپېلۍ غږوی، ابشارونه به خپلې پسرلینې سندرې ووایی او د هر غره په لمن کې به زیړ، سره او سپین ګلونه را وټوکیږی،ریحان او سنبل به یوبل ته خاندی او د خوشحالۍ په فضا کې به د نوی پسرلی لمانځنه کوی… ایا په هغوی به هم د کفر ټاپه ووهلای شئ که نه یوازې انسان دی چې د خپلې غوښتنې او احساس په پار محکومیږی، وژل کیږی او تکفیریږی.


پوه شئ چې د دې نړۍ هر نعمت د انسان لپاره پیدا شوی دی او انسان ته  الله پاک پخپل قرآن کې اشرف المخلوق خطاب کړی دی ‎، همدا انسان دی چې د ځمکې حاکم او خلیفه یې ګرځولی محکومول یې د تنګ نظرو انسانانو شخصی نظر دی.

په پای کې دې پایلې ته رسیږو چې د نوی کال لمانځل د طبیعیت غوښتنه ده چې د نړۍ د پیدایښت څخه پیل او د قیامت تر ورځې پورې به دوام وموی ‎، موږ که د طبیعیت لانځل ګناه وبولو یا یې ونه بولو، موږ که نوی کال ولمانځو یا یې ونه لمانځو د نوې کال لمانځنه طبیعیت هم کوی، دا چې انسانان د کال په لمانځلو او نه لمانځلو د یوبل د نظر مخالفت کوی، طبیعت هیڅکله هم خپل کار نه پریږدی او د هرکال په راتللو سره په ځان کې تغیر راولی.

اړوند مطالب


د شعر په ژپه د سولې غوښتنه/ اورنګ مختار


روژه نعمت دى/ اورنګ مختار


د وینو او دوړو ښار/ اورنګ مختار


د میدان وردګو د ولایت د پرمختګ/ هیلې اورنګ مختار

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=12651

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *