نوی تاند | استاد سعدالدین شــــپون

  • خپرول: ۲۳ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 69478


Fb-Button

د تاند چلوونکی پوښتنه کوی چې د ده د برښنا پاڼې اوسنۍ جوله ښه ده که پخوانۍ ؟ طبعا دی تمه لری چې خلک به وایی، نه، اوسنۍ یې پر پخوانۍ سل ځلی شرف لری. ما چې ولوست په اول نظرزه ورته کابلی موټروان شوم چې لا هم په ګېرلرونکی موټر قسم خوری او له ځانه دلیلونه ورته تراشی. وایی اول خو تر اتومات نه قوی دی، د سالنګ په پېچومی داسې ورخیژی لکه کپچه مار. بل تېل کم خوری، بل خاوند ورکې یو قسم ته برکت ایښی دی، په تېره غواګۍ یا سراچه ټویټ(ټویوټا) کې. په نرخ کې هم ګېر لرونکی تر اتوماتو ګران دی. کابلیان، بلکه ټول وطنی موټروانان چې اتومات موټر هم لری نو په (ډی) کې نه چالانوی او که هر څه ورته وایې چې ډی مانا ډرایو یا چلول دی. پخپله خارجیان یې هم همداسې چلوی خو دی وایی هغی خره دی.

افغانان په موټر کې هم خرافات ګډوی. اوراد او د پرچمیانو خبرهغه، عربی واژې چې لرو بر پرې ځړوی هغه به سړی د ټوټکې او تېغ بند په حیث ومنی، خو ډېر ځلی دغه ریښکۍ، کڅوړې، رنجلومې، هندارې چې د هندی فلمی ستورو په تصویرونو جړاو دی، د موټروان لار لید زیانمنوی. مګر چا ته یې وایې؟ هر قام خپلو شتو ته خامتما دی. داسې توری،انځورونه نظمونه او شعارونه یې ورپورې لګولی، چې اوس یې زه البم ته چې مې راټول کړی کټ کټ وخاندم. عین کیسه د شورویانو په وخت کې هم روانه وه. والګا ډېره معتبره وه، بلکه هر قسم موټر ته همدا توری استعمالېده. کلی کې را پسې دروګه وه «ناوې یې په والګا کې بوتله» حال دا چې ما د ورور ناوې په فوکس واګون کې کابل ته بوولې وه بیا په دوکې د زاړه ماډل والګا معتبره وه، موټروانانو برکتی بلله. د والګا د برکت کیسه خو ما بل ځای هم کړې چې څنګه په ځغاسته کې د امپرېیالستانو به بېنز موټر مخکې شوی و.

بل خلقی په آب و تاب کیسه کوله چې یو بنز او یوه والګا یې په تله کې کېښودل. بنز یې په هوا کړ خو والګا ثابت قدمه پر مځکه پاتې وه. او چې چا پوښتنه وکړه چې دا خو ایله دا ثابتوی چې د شوروی موټر سړه وسپنه ده ، نور کمال نه لری. خلقی یار وویل، نه، کیفیت په فزیک کې د کمیت ترا کم ته وایی،هر څومره وسپنه ډېره، هماغومره یې د انجن کیفیت زیات

نو اوس هم زه همدا حکم کوم. د تاند پخوانۍ جوله پر نوې مرجحه ګڼم. فاعتبرو یا اولی الا لباب.


دا لیکنه د ۲۰۱۲ د سپټمبر په ۹ په تاند کې خپره شوې وه.

اړوند مطالب


د استاد سعدالدین شپون روغتیایی وضعیت ښه نه دی


په کندوز کې د ارواښاد استاد سعدالدین شپون په ویرغونډه وشوه


د حداد ماما کالیزه / استاد سعدالدین شپون


د حداد ماما تلین/ استاد سعدالدین شپون

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=69478

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *