نوماندان: د ملی شورا له پرانستلو مخکې باید زموږ برخلیک روښانه شی

  • خپرول: ۵ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 114448

ولسی جرګې ته د کابل یو شمېر کاندیدان چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون‌یې په لومړی لېست کې نومونه بریالی اعلان کړی وو، د شکایتونو کمېسیون پر وړاندې په اعتراض کې له دغه کمېسیونه غوښتنه وکړه چې ژر دې د دغه ولایت وروستی نتایج هم اعلان کړی.
دوی ټینګار کوی چې د انتخاباتی کمېسیون له لوری د دوی د برخلیک له ټاکلو وړاندې دې حکومت د ملی شورا ۱۷مه دوره نه‌افتتاح کوی.
دوه تنه کاندیدان فدا محمد الفت او مرسل نبی‌زاده‌یې اړه وایی:
“له انتخاباتی شکایتونو کمېسیون څخه مو غوښتنه ده چې د کابل ولایت وروستی نتایج ژر اعلان کړی، له ولسمشره د خلکو غوښتنه هم دا ده چې د کابل خلکو ته په کمه سترګه ونه‌ګوری.”
“موږ د پارلمان افتتاح غواړو، خو له قانون سره سم او د کابل د استازو له حضور پرته، هېڅ امکان نه‌لری چې پارلمان افتتاح شی.”
بل‌خوا د دغو کاندیدانو ځینی پلویان له انتخاباتی کمېسیونونو هم غواړی چې د دوی د وکیلانو برخلیک معلوم کړی او د دوی له رأیو باید سترګې پټې نه‌شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114448

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *