نور: په بلخ ولایت کې زما شتون یا نشتون په اړه وروستۍ پرېکړه د جمعیت مشری شورا نیسی

  • خپرول: ۱ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 41340

د بلخ پخوانی والی عطا محمد نور د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا له غړو سره په خبرو کې ویلی چې له ارګ سره د جمعیت ګوند په مذاکراتو کې د یاد ګوند د رهبرۍ شورا وروستۍ پرېکړه به ومنی.
تېره شپه د صلاح الدین ربانی په مشرۍ د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا له ۱۰ ډېرو غړو په بلخ ولایت کې د عطا محمد نور سره وکتل.
د بلخ د ولایتی شورا مشر او عطا محمد نور ته نېږدې کس ډاکتر افضل حدید ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې لیدو کتو کې د خبرو محوری بحث د جمعیت ګوند او ارګ ترمنځ د روانو مذاکراتو موضوع وه.
حدید سره له دې چې د جزیاتو له شریکولو یې ډده وکړه، خو زیاته یې کړه چې عطا محمد نور په دې لیدو کتو کې ویلی چې د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا وروستۍ پرېګړه منی.
ډاکتر افضل حدید وویل چې جمعیت ګوند له ارګ سره پر ۱۲ مواردو غوښتونو خبرې پیل کړی او تر دې دمه په ډېری مواردو دواړو لورو توافق هم کړی دی.
ښاغلی حدید زیاته کړه:
” پر ۱۲ مواردو وړاندیزونو خبرې پیل شوی چې پر یو شمېر مواردو یې توافق هم ترسره شوی، د بلخ والی د ځان لپاره څه نه غواړی او ویلی یې دی چې د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا پرېګړه به منی. ”

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41340

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *