نور محمد ترکی څه ډول ووژل شو؟ 

  • خپرول: ۳۰ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 65195


Fb-Button

امید اڅک

لومړۍ برخه

زه محمد اقبال دعبدالقیوم زوی یم، رتبه مې لومړی بریدمن د خلق کور(ارګ) د ګارد د کشف امر یم، د خیرخانې‌مینې د پنجصد فامیلیو اوسیدونکی یم.

د ۱۳۵۸ کال د میزان د میاشتې په شپاړلسم تاریخ په خپل دفتر کې وم او غوښتل مې چې کور خواته ولاړ شم.

په همدې خاطر مې خپل نظامی یونیفورم بدل کړی و او شخصی جامې مې اغوستې وې.  

زه دې ته انتظار وم، چې که کوم موټر له خلق کور (ولسمشرۍ ماڼۍ) څخه د ښار خواته لاړ شی او زه هم  د هغه په وسیله ځان ښار ته ورسوم او له هغه ځای څخه به بیا په ملی بس کې کور ته ولاړ شم.

په همدې وخت د دفتر ټېفلون ته زنګ راغی، غوږۍ مې پورته کړه، جاندان قوماندان و.

هغه راڅخه وغوښتل چې  دفتر ته یې، چې په لوړ پوړ کې و، ورشم، کله یې چې دفتر ته ننوتم، په دې خاطر چې شخصی جامې مې په تن کې وې بخښنه مې ځنې وغوښته، جانداد وویل: هیڅ خبره نه ده راشه کښینه.

(روزی) هم هلته ناست و او زما له راتک سره سم (ودود) هم راغی.

ـ (روزی) او (ودود) څوک دی؟

(روزی) د ولسمشرۍ ماڼۍ د ګارد سیاسی امر او په رتبه لومړی بریدمن دی. همدا رنګه (ودود) د ارګ د مخابرې امر او په رتبه تورن دی.

په هر صورت، جاندنداد مخ راواړوه، ویې ویل: «همداسې یې چې نه چاغیږې!»

د جاندان د دغو خبرو له اوریدو وروسته زه په دې فکر کې شوم، چې کیدای شی کومه منتظره قطعه وی او یا په کوم ځای کې کومه پېښه رامنځته شوی وی او یا هم امپریالیزم په کوم ځای کې په کومې توطئې لاس پورې کړی وی، چې اوس دا قوماندان صاحب غواړی چې موږ (صاحب‌منصبان) د موضوع په اړه خبر کړی.

ما ترې پوښتنه وکړه چې خیریت خو دی؟

قوماندان صیب (د ګارد قوماندان جانداد) وویل، چې د مرکزی کمېټې او سیاسی بیرو د امر پر بنسټ او د انقلابی شورا د فیصلې په اساس باید ملګری «تره کی» له منځه ولاړ شی او زه تاسو ته امر کوم چې دغه کار باید تاسو ترسره کړئ.   

 ما وویل: قوماندان صیب!

کله چې مرکزی کمیټه، انقلابی شورا او سیاسی بیرو داسې پریکړه کړې ده نو باید په دې برخه کې سند هم موجود وی. ایا دغسې سند شته؟

جانداد وویل:

«کم‌عقله!

د څه شی سند غواړئ؟

د مرکزی کمیټې پولینوم ترسره شو او له انقلابی شورا څخه یې وویست. همدارنګه یې له مرکزی کمیټې هم وویست. هغه (تره کی) اوس یو عادی سړی دی. په دغه مورد کې (د تره کی د قتل) پریکړه شوې ده او داسې نه ده چې دا موضوع پټه واوسی.

ما ورته وویل چې داسې ده نو دغه موضوع باید په راډیو کې هم اعلان شی!

جانداد وویل: «اعلانوی یې، خو په یو بل ډول. حزب پټ رازونه هم لری، تاسو دغه خبره نشئ راپورته کولای، زه امر کوم چې دغه کار وکړئ»

جانداد د خپلو خبرو په پای کې (روزی) ته دنده ورکړه چې لوی ‌درستیز ته لاړ شی، چې ورسره کار لری، روزی ولاړ، ودود  هم له هغه ځای څخه د باندې ووت او زه هم لاندې خپل دفتر ته ولاړم.

څو شیبې وروسته جانداد بیا خپل دفتر ته وغوښتم، پنځه سوه افغانۍ یې راکړې او ویې وویل«دغه پنځه سوره روپۍ واخله بازار ته ولاړ شه، له بازار څخه اته متره سپین ټوکر واخله، د روجایی په ډول یې جوړ کړه بیا بیرته ما ته راشه».

ما دغه کار وکړ او بیرته ورته ورغلم.

روجایی مې ورته د میز په سر کیښوده، هغه واخیسته او په خپل میز کې یې دننه کیښوده. په دغه وخت کې (روزی) چې له لوی‌ درستیز سره یې لیدلی و، راغی او جانداد ته یې وویل چې لوی‌درستیز وایی:

دا (تره کی) په هغه ځای کې د خپل ورور ترڅنګ ښخ کړئ، هماغه ځای کې چې تیر کال د تره کی صیب ورور ښخ شوی و. په هماغه وخت کې جانداد له دوی سره تللی و او د تره کی د ورور قبر به جانداد تاسو ته ښیی.

د دې خبرو په اوریدو سره جانداد روزی ته وویل چې لوی‌درستیز تېروتی دی، ځکه چې تیر کال د تره کی د ورور د مړینې په مراسمو کې ما نه؛ بلکې په خپله لوی‌درستیز برخه اخیستې وه او د تره کی د ورور د قبر ادرس هم باید لوی‌درستیز ته معلوم وی.

بنآ هغه (روزی) باید یو ځل بیا لوی‌درستیز ته ورشی او د تره کی د ورور د قبر ادرس ورڅخه وپوښتی.

خو (روزی) پلمه وکړه او لوی‌درستیز ته یې له  بیا ورتګ څخه ډډه وکړه. جانداد ما ته وکتل او ویې ویل، چې زه لوی‌درستیز ته ورشم او د تره کی د ورور د قبر ادرس ورڅخه واخلم.

زه لوی‌درستیز ته ورغلم، هغه راته وویل چې د تره کی د ورور قبر په (قول آبچکان) کې د سړک په غاړه د یوې ونې ترڅنګ دی، اوس نو دا د جانداد دنده ده، چې قبر درته پیدا کړی.

کله چې جانداد ته ورغلم او جریان مې ورته بیان کړ، راته یې وویل، زه اوس مصروف یم او نشم کولای چې هغه قبر پیدا کړم. نو ما ته یې دنده راکړه چې دغه کار وکړم.

زه هم (قول آبچکان) ته لاړم. مګر له ډېرو هڅو سره سره بیا هم د تره کی د ورور د قبر په موندلو بریالی نه‌شوم.

بلاخره د سیمې  له دوه سپینږیرو څخه مې پوښتنه وکړه او هغوی راته د تره کی د ورور قبر راوښود.

د قبر له نښه کولو وروسته زه بیرته د ګارد قواندان یعنې جانداد ته ورغلم او د دې موضوع حال مې ورته ورکړ.

جانداد راته وویل: «په هغه ځای کې د کام (استخباراتو سازمان) کسان موظف دی او که اوس څوک درباندې پوه شوی وی او موضوع افشا شوې وی نو ته به په خپله له خپله لاسه اعدامېږې.

ما ورته ډاډ ورکړ چې داسې څه ندی شوی.

زه تقریباً د شپې تر اته نیمو بجو په دفتر کې وم. وروسته جانداد یوځل بیا خپل دفتر ته وغوښتم او راته یې وویل چې له (روزی) سره یو ځای چېرته ولاړ شم.

روزی په سپین رنګ لنداوور موټر کې سپور شو او موږ د پل محمود خان خوا ته روان شولو.

ما له هغه څخه وپوښتل، چې کومې خوا ته ځی؟

هغه راته وویل چې لوی‌درستیز راته هدایت کړی چې د شهداو غونډۍ ته ولاړ شو او له هغه ځایه قول آبچکان ته د تره کی د ورور قبر خوا ته د تره کی د قبر لپاره سپینې تیږې د یو شمیر سرتیرو سره انتقال کړو.   

کله چې د شهداو غونډۍ ته ورسیدو د محافظ غونډ په لور یې زموږ لارښوونه وکړه، او په هغه ځای کې څلور نور صاحب‌منصبان چې له ځان سره یې بېلونه او کلنګونه هم لرل له موږ سره یو ځای شول، مګر  د تیږو له راکولو څخه یې بخښنه وغوښته.

په دغه وخت کې (روزی) ته په یاد شول چې څه موده وړاندې یې د شعارونو د لیکلو لپاره پیړې پیړې وسپنېزې تختې د حربی پوهنتون فابریکې ته انتقال کړی دی. بناً تصمیم یې ونیوه چې هلته ولاړ شی او د تیږو په ځای څو وسپنېزې تختې له ځان سره واخلو.

له حربی فابریکې څخه مو دوه ټوټې وسپنېزې تختې واخیستې او په موټر کې مو بار کړې. په دې وخت کې روزی ما ته مخ واړوه، ویې وویل: «اوس نو باید د تره کی د ورور هماغه قبر راته وښیې»

له هغه وروسته چې مې قبر وروښوده، نوموړی هغه صاحب‌منصانو ته چې له موږ سره راغلی و، هدایت وکړ چې قبر وباسی. د قبر له تیاریدو څخه وروسته مو هغه خلک چې د محافظ غونډ څخه راوړی وو بیرته خپلو ځایونو ته ورسول او موږ د خلق کور(ارګ) ته د جانداد خوا ته ولاړو.

روزی جانداد ته د قبر د تیاری او نورو ترتیباتو ډاډ ورکړ.

جانداد وویل: «ډیر ښه تاسو هغه ځای ته ولاړ شئ، ودود هم مخکې له مخکې هغه ځای ته تللی دی.

زه له دې نه وم خبر چې تره کی چیری ساتل کېږی نو د روزی څخه مې وپوښتل چې تره کی صیب چیرته دی؟

روزی راته وویل: همدلته په کوټې باغچه کې دی»

روزې د کوتې باغچه د دروازې مخته موټر ودراوه، هغه مخکې او زه ورپسې دننه ورغلو.

ودود هم هماغلته و. روزی له ودود څخه پوښتنه وکړه:

چیرته دی؟

ودود ځواب ورکړ«همدلته په خونه کې». موږ درې واړه د خونې خواته روان شوو. د لومړی پوړ دروازه کولپ وه.

مګر روزې له ځان سره کیلی لرله او دروازه یې خلاصه کړه.

لومړی روزی ورپسې ودود او په اخر کې زه د پورته منزل خواته وختلو.

په دغه ځای کې هم دروازه کولپ وه. د دروازې له ټکولو سره سره بیا هم چا موږ ته خلاصه نه کړه.

خو روزی له بلې لارې خونې ته دننه شو. موږ له خونې څخه دباندې د هغې خبرې د تره کی بابا سره اوریدې.

له څو شیبو وروسته روزی  موږ ته غږ کړ چې خونې ته دننه شو. کله چې خونې ته دننه شولو، تره کی مې ولیده، چې چپنه یې په ځان ده او په خپلو پښو ولاړ دی.

روزی ورته وویل چې موږ راغلی یو چې بل ځای ته مو یوسو.

تره کی صیب له موږ څخه وغوښتل چې د هغه بکس هم له هغه سره راوړو.

مګر روزی ورته وویل: «تاسو اول له موږ سره راشئ، موږ دې بکسونه وروسته راوړو».

تره کی بیرته وګرځیده،  یو وړوکی بکس یې خلاص کړ او وې ویل«په دې کې څلویښت پنځوس زره روپۍ او یو څه زیورات دی، که ماشومان مې ژوندی وو بیا یې هغوی ته ورکړئ».

روزی ورته وویل: دا بیا موږ وروسته هغوی ته لیږو اوس تاسو یو ځل راشئ.

په همدې ترتیب لومړی تره کی صاحب ورپسې روزی لاندې پوړ خوا ته روان شول.

کله چې لاندې پوړ ته ورسیدو روزی تره کی یوې خونې ته هدایت کړ.

زه تر هغه وخته نه پوهیدم چې روزی څه ډول هدایت اخیستی چې تره کی صاحب په کوم ډول په شهادت رسوی.

په حقیقت کې په دغه وخت کې زموږ قومانده د روزی په لاس کې وه، هغه موږ هم خونې ته دننه وروغوښتو.

تره کی صیب په هغه ځای کې خپل لاسی ساعت بند خلاص کړ او له خپل حزبی کارت سره، چې په خپل جیب کې یې و، روزی ته ورکړ او ورته یې وویل :«دا امین ته ورکړه»، روزی هغه واخیستل او یوې خوا ته یې کیښودل. وروسته یې روجایی واخیست ماته یې وویل«لاسونه یې وتړه!  

یو لاس یې په خپله روزی وتړه او د بل لاس په تړلو کې یې ملګری ودود هم راسره کومک وکړ»

د تره کی د لاسونو له تړلو وروسته روزی موږ ته وویل تاسو همدلته واوسئ تر څو زه دروازه بنده کړم.

په دغه وخت کې تره کی صیب له ودود څخه وغوښتل چې یو ګلاس اوبه ورته راوړی.

ودود راته وویل چې دغه کار زه وکړم.

ما ګیلاس واخیست او ومې غوښتل چې اوبه راوړم، خو په دغه وخت کې روزی راباندې غږ وکړ، چې څه کوې؟

ومې ویل: تره کی صیب اوبه غواړی.

روزی وویل«راځه اوس د اوبو وخت نه دی». بیرته خونې ته ورغلم. ودود وپوښتل اوبه دې رانه وړې؟ ومې ویل، چې  روزی پرې نه ښودم.

دا ځل ودود ګیلاس واخیست او غوښتل یې چې اوبه راوړی، مګر روزی هغه ته هم اجازه ورنه کړه.  ډیر وخت وروسته مې چې کله له روزې څخه وپوښتل چې ولې دې پرې نه ښودلو چې تره کی ته اوبه راوړو ویې وویل: «ما د دې رواداری نه لرله چې تره کی صیب په تکلیف شی (که یې اوبه څښلې وای په تکلیفیده).

بیا روزې تره کی ته وویل چې په بستره کې څملی.

کله چې هغه په بستر کې پریوت زه لړزې ونیولم.

حرکت مې نشو کولالی.

روزی یې خوله کلکه ونیوله، پښو یې حرکت وکړ.

روزی په ودود باندې په قهر شو چې پښې یې ونیسه!.. ودود یې پښې ونیولې.

مګر بیا هم د تره کی پښو حرکت کاوه. په دغه وخت کې روزی ماته وویل:  

ونیسه! زنګون یې ونیسه! چې ونه خوځیږی!.. د څو دقیقو وروسته یې ورته خوله خوشې کړه، بالښت یې ورته په خوله باندې کیښود، او دغه ځل یې چې کله خوشې کړ، تره کی صیب ځان سپارلی و.

په همدې شیبه کې روزی ماته وویل چې د ګارد قوماندان خوا ته ولاړ شم او هغه ټوټه مې چې مخکې راوړې وه ورڅخه واخلم.

کله چې له ټوټې سره بیرته راغلم ومې لیدل چې روزی او ودود د تره کی صیب جسد په یو شال کې اچولی و  او د دروازې خوا ته یې انتقال کړ.

د ګارد د قوماندانۍ له څنګ څخه روزی بېلونه واخیستل، په همدې وخت کې د ګارد قواندان زموږ خوا ته راغی، روزی ته یې یوه مخابره ورکړه او ویې ویل:«که څه هم ستاسو امنیت د کام له‌خوا نیول شوی دی او تعقیبیږئ، خو بیا هم دغه مخابره له ځان سره واخله که له کومې ستونزې سره مخامخ شوئ، بیا راسره په تماس شه.

وروسته، د لارې په جریان کې زه متوجه شوم چې په رښتیا موږ د څارندوی یو موټر څارلو.

ـ له کوم ځای څخه یې تاسو تعقیبولئ؟

تقریبا له پښتونستان واټ څخه زموږ په تعقیب کې و د قول آبچکان خوا ته د تاویدو په وخت کې نږدې و، چې زموږ له موټر سره خپل موټر وجنګوی. خو په هغه موټر کې ناست کسانو له څه ویلو پرته خپل موټرکش کړ او موږ د قول آبچکان خوا ته روان شولو.

کله چې هغه ځای ته ورسیدم د تره کی صیب جسد یې په هماغه شال کې پیچلی و له موټره مو ښکته کړ جامې مو ورته بدلې کړې. (روزی) یې خپلې جامې واخیستې او په موټر کې یې واچولې.

جسد مو په کفن کې تاو کړ او په ډیر درناوی مو په قبر کې کیښود. بیا په هماغو دوو وسپنیزو تختو چې له ځان سره مو راوړې وې، قبر په کامله توګه پټ کړ او خاورې مو ورباندې واچولې.

ورپسې مو دوه نورې د لحد تیږې په هغه ځای کې له نورو قبرونو څخه راوړې او د تره کی د قبر په سر مو کیښودې او په منظم ډول مو جوړې کړې.

له هغې وروسته روزی جانداد ته په مخابره کې وویل :«قواندان صیب موږ له قول آبچکان څخه خبرې کوو او کومه دنده مو چې موږ ته راکړې وه، پای ته ورسیده.

جانداد په ځواب کې وویل: راشئ.  

کله چې د جانداد خواته ورسیدو، جانداد په روزی باندې په غوسه شو، چې ولې یې په مخابره کې وویل چې موږ له قول آبچکان څخه خبرې کوو؟ تا باید ویلی وای چې پلانی مرکز کې یم او پلانی مرکز کې کار لرم.

جانداد ټېلفون پورته کړ، کوم کس ته ېې ټیلفون وکړ. په دغه وخت کې موږ ژړل. کله چې جانداد خپلې خبرې خلاصې کړې موږ ته یې وویل د کام افراد په قول آبچکان کې دنده ترسره کوی، خو له هغې سره‌سره مې بیا هم د څارندوی قوماندان علی شاه سره خبرې وکړې او ورته مې وویل، چې د قبر د امنیت لپاره یو ساتونکی هلته ولیږی. څو څوک له قبر څخه جسد ونه باسی.

بیا په موږ درې واړو باندې په غوسه شو، تاسو ژړا مه کوئ! مه متاثره کېږئ. دا د حزب فیصله ده، د مرکزی کمیټې فیصله ده، موږ او تاسو مجبور یوو چې د رهبری هیئت څخه اطاعت وکړو.

 بیا یې ډوډۍ ته وبللو، مګر ما ورته وویل چې ډوډۍ نه شم خوړلی. (ودود) وویل ډوډۍ یې خوړلې، هیڅ اشتها نه لری او ډوډۍ نه شی خوړلی.

ـ د شپې څو بجې وې چې له قبر څخه بیرته راغلئ؟ شاوخوا دوه نیمو بجې به وې، چې موږ بیرته وګرځیدو.

ـ  کله چې تره کی صیب په شهادت رسیده  تاسو ته یې ونه ویل چې دا کار مه کوئ؟

تره کی صیب هیڅ ونه ویل یوازې خپل ساعت او حزبی کارت یې موږ ته راکړل چې امین ته یې ورکړو. یو بل مطلب راڅخه هیر شو.

هغه دا چې ما د ګارد قوماندان جانداد ته وویل، که رښتیا د تره کی صیب د قتل په اړه د حزب له خوا امر شوی وی، بیا نو د حزب دغه فیصله باید له راډیو څخه هم نشر شی، جانداد راته ویلی و چې (له راډیو څخه اعلانیږی خو په یو بل ډول) بیا وروسته د هماغې ورځې په سبا چې کله د تره کی مرګ د ناروغۍ په بهانه له راډیو څخه نشر شو جانداد خپل مخ ماته راواړوه او ویې ویل: ملګرو دغه دی ما درته نه و ویلی چې له راډیو څخه نشریږی خو په بل ډول)

د لومړۍ برخې پای

——————————————-

په دویمه برخه کې:

په دویمه برخه کې به د ودود (د ارګ د مخابرې امر) خبرې واورئ چې د تره کی د مرګ تر څنګ  د هغه د کورنۍ او ساتونکو د نیولو په اړه به هم یو څه ووایی.

نوټ: دغه استجواب د ۱۳۵۸ کال د جدی د میاشتې په څلورویشتم تاریخ د ماسپښین په دوه بجو د (سرڅارمن عبدالرحیم) او (څارمن جمعه خان) له خوا د تحقیقی هیئت په توګه اخیستل شوی دی.  


ماخذ: انیس ورځپاڼه د ۱۳۵۸ کال د دلوې څلورمه.

اړوند مطالب


د ایساف ځواکونو په هوایی برید کې د مشهور قوماندان لعل محمد په ګډون ۸ تنه وسلوال مخالفین ووژل شول


پر بګرام په راکټی برید کې یو امریکایی ووژل شو او بل ټپی شو


غازی محمد جان خان وردګ/ محمد رسول باوری


شل مې ووژل او سل مې ووژل/ بغلانی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65195

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *