نور: د کابل په لوېدیځ کې د تېرې ورځې برید د ملی یووالی حکومت د بې کفایتی او کمزورتیا ښکارندویې کوی

  • خپرول: ۱۷ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 107620

د جمعیت اسلامی ګوند اجرایی مشر عطا محمد نور ویلی، د کابل په لوېدیځ کې د تېرې ورځې برید د ملی یووالی حکومت د کمزورتیا او بې غوری ښکارندویې کوی.
عطا محمد نور زیاته کړه: د کابل په لوېدیځ کې د عبدالعلی مزاری د لمانځې غونډې پر مراسمو برید په کلکو ټکو غندم.
ده ټینګار وکړ: دا برید د سولې او اعتدال په ډله کې دخپلو ملګرو پر وړاندې یوه پرمختللې دسیسه ګڼم او دا د ملی یووالی حکومت د کمزورتیا او بې کفایتی څرګندونکی دی او لامل یې په حکومت دننه ځینې کړۍ دی چې یوځل بیا یې ثابت کړ چې نشی کولای د داډول مراسمو امنیت خوندی وساتی.
د بلخ پخوانی والی ددې برید د غندلو ترڅنګ، په دې برخه کې د جدی څېړنې غوښتونکی شو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=107620

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




97 − = 94