نور: دسولې مشورتی جرګه نمایشی وه او د حکومت دوام لپاره یوه پلمه ده

  • خپرول: ۳۱ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 113632

د جمعیت اسلامی ګوند اجرایی مشر عطا محمد نور د سولې مشورتی لویې جرګې د ترسره کېدو په غبرګون ویلی چې د هغو لومړنیو کسانو څخه دی چې پر دغې نمایشی او تشریفاتی جرګې نیوکه کړې او هغه یې ددې حکومت کار د دوام لپاره یوه پلمه بولی.
نور ویلی: د خواشینی ځای دی چې زموږ حکومتی مشران له تاریخ نه درس نه دی اخیستی او څومره د شرم ځای دی چې ددې جرګې مدیریت هغه چاته وسپارل شی چې دده ناسم ټاکنیز مدیریت د کورنیو او بهرنیو کسانو لپاره په یوه کیسه بدله شوې، هغه کس چې دخپلو ناسمو رایو سره یو ملی بهیر ته زیان رسولی چې په دې سره ددې جرګې پایلې هم له همدا اوسه روښانه دی
د جمهور په حواله، ده زیاته کړه چې سمه داوه چې ښاغلی غنی د یوه زده کړې شخص په توګه د جګړې او سولې په تړاو څو تنو شخصیتونو ته بلنه ورکړې وای ترڅو د سولې لپاره اساسی تګلاره وړاندې کول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113632

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *