نن په ترکیه کې ولسمشریزې او پارلمانی ټاکنې ترسره شوې

  • خپرول: ۳ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 65367

د ترکیې خلکو نن یکشنبه (چنګاښ۳) د یاد هېواد ولسمشر او د پارلمان غړو د ټاکلو په موخه د رایو صندوقونو ته لاړل. د رای ورکونې بهیر نن سهار ۸ بجې پیل او د مازدیګر تر ۵ بجو پورې دوام لری.
د ترکیې په ولسمشریز ټاکنو کې شپژتنه نوماندان او د اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون څو سیاسی ګوندونه سره سیالۍ کوی.
د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې د لومړی ځل لپاره د یاد هېواد پارلمانی ټاکنو سره سم ترسره شوی دی. خلک ددغه هېواد د پارلمان ۶۰۰ غړو لپاره هم رایه ورکوی.
د نن ورځې په ټاکنو کې به شاوخوا ۵۶ میلیون رای ورکوونکی د رایو صندوقونو ته لاړ شی.
وړاندې په شپېته بهرنیو هېوادونو کې د ترکیې ۳ میلیون وګړو له ډلې څخه، څه باندې ۱٫۴ میلیون کسانو رایه ورکړې ده.
اته څارونکو بنسټونو له څلور سوه نه زیاتو څارونکو ته دنده سپارلې ترڅو د ترکیې ټاکنې تر څار لاندې ولری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65367

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *