نن سبا د اسلامی نړۍ یوه مهمه مساله د فلسطین مساله ده

  • خپرول: ۲۴ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 130504

د اسلامی ایران رهبرۍ او د ستر مقام حضرت ایت الله العظمی خامنه ای دحج دمراسم په اړه پیغام

بسم الله الرّحمن الرّحیم

والحمدلله ربّ العالمین و صلّی الله علی رسوله الکریم الامین، محمّد خاتم النّبیّین، و علی آله المطهّرین سیّما بقیّه الله فی الارضین، و علی اصحابه المنتجبین و من تبعهم باحسان الی یوم الدّین.

 د حج موسم  هر کال  په اسلامی امت د پالونکی د رحمت میعاد دی.  قرآنی بلنه « وَ اَذِّن فِی النّاسِ بِالحَج»،(۱) په حقیقت کې په ټول تاریخ کې  درستو ته د رحمت په دغه دسترخوان د راتلو بلنه ده چې هم خدای پاله زړه او جان او هم عاقلانه فکر و نظر یې له برکتونو برخمن شی او هر کال  د حج درسونه او تعلیمونه د یو شمیر خلکو په  وسیله د اسلامی نړۍ ګوټ ګوټه ورسیږی.

  په حج کې  ذکر او عبودیت چې د وګړو او ټولنې  په روزنه، پرمختګ او لوړتګ کې اصلی توکی دی، د اجتماع او اتحاد په څنګ کې چې  د یوه امت بیلګه ده، او  په یو واحد مرکز  له حرکت سره یو ځای  او په یوه لاره کې  په ګډ هدف سره چې د توحید په اډاڼه  د امت د خوځښت او هڅې راز دی، او د حجیانو په یوشان والی او د توپیرونو په نیشتوالی سره چې  د تبعیضونو او فرقونو د ختمولو او د فرصتونو د شریکولو نښه ده، د اسلامی ټولنې  اصلی ستنې په یوې وړې شان بیلګې او مثال کې مونږ ته راښیی. د حج په اعمالو کې هر یو عمل لکه  احرام، طواف، سعی وقوف، رمی، حرکت او سکون  د هغه انځور یوې برخې ته سمبولیکه اشاره ده چې  اسلام له یوې مطلوبې اجتماع او ټولنې وړاندې کړی دی.

 له یوه بله د لرې پرتو هیوادونو او سیمو د خلکو تر مینځ د معلوماتو او اطلاعاتو تبادله، د تجربو او پوهو رسول، او د یوه بل له حال احواله خبریدل، د ناوړه تفاهمونو او بدګمانیو توږل، د زړونو نزدې کول او له ګډو دښمنانو سره د مقابلې لپاره د خپل توان او هڅې راغونډول، د حج ډیره لویه او حیاتی بریا ده چې  په سلګونو معمولو غونډو او اجتماعاتو سره  لاسته نه شی راوړل کیدی.

 د برائت دستورې چې  له ټولو ظلمونو، بدرنګیو او بې رحمیو او د هرې زمانې د طاغوتیانو له فسادونو  د بیزارۍ  او د زمانې د مستکبرانو  د زوروینو او قلنګ اخستنو په وړاندې  د ټټر وهلو په معنا دی،  د حج یو برکت او  د مظلومو مسلمانو ولسونو لپاره یو فرصت دی.  نن سبا د مستکبرانو او په سر کې یې د امریکا  د شرک او کفر له جبهې برائت، له جنګ جوړولو او مظلوم کشۍ د برائت په معنا دی؛ د ترهه ګرۍ د مرکزونو منجمله داعش او امریکا د غندلو په معنا دی؛ د ماشوم وژونکی صهیونسټ رژیم  او د هغوی د ملاتړو او ننګه ګوونکو په سر د غورځی وهلو په معنا دی؛ د اسیا او افریقا د شمال په حساسه سیمه کې د امریکا او دهغې د  انډیوالانو د جګړه ماریو د غندلو  په معنا دی چې د ولسونو مصیبتونه او کړاوونه یې اوج ته رسولې او هره ورځ  په هغوی درانه مصیبتونه نازلوی؛ د جغرافیا، نسل او د پوستکی د رنګ په اساس له توکم پالنې او توپیره د بیزارۍ په معنا دی؛ د هغه نجیبانه او عادلانه  او شرافتمندانه کړنو چې اسلام ورته ټول بللې دی په وړاندې د  تیری ګرو او فتنه ګرو له استکباری او خبیثانه  عملونو د بیزارۍ په معنا دی.

 دا د ابراهیمی حج یوازې یو څو برکتونه دی چې  سوچه اسلام ورته مونږ بللې یوو؛ او د اسلامی ټولنې د آیډیالونو د مهمې برخې یوه مجسمه بیلګه ده  چې هر کال  د ټولو مسلمانانو  په وسیله، د حج په هدایتکارۍ، یوه لویه او معنا داره ننداره جوړوی او په ګویا ژبه، ټول خلک د داسې یوې ټولنې د جوړیدو لپاره هڅو ته بلی.

 د اسلامی نړۍ نخبه او مهم کسان چې له مختلفو هیوادونو یې یو شمیر  همدا اوس د حج په دستورو کې شریک دی،  ډیره درنه او لویه دنده په غاړه لری. دغه درسونه باید  د هغوی په نوښت او همت  ټولو ولسونو او عمومی افکارو ته ورسیږی  او د افکارو، محرکاتو، تجربو او پوهو معنوی راکړه ورکړه باید دهغوی په لاس  تحقق ومومی.

 نن سبا د اسلامی نړۍ یوه مهمه مساله د فلسطین مساله ده چې  د هر مذهب، توکم او ژبې د مسلمان د ټولو سیاسی مسایلو په سر کې ده.  د وروستیو پیړیو تر ټولو لوی ظلم په فلسطین کې شوی دی. په دې دردوونکې کیسه کې،  د یو ولس  هر څه، وطن یې، کور اور او مال جایداد یې، عزت او شناخت یې تروړل شوې دی. دغه ولس د خدای په فضل  ماته نه ده خوړلې او نه دی ناست او نن تر  پرونه په زیاتې میړانې او ولولې سره په میدان کې دی؛ خو د کار د نتیجې لپاره د ټولو مسلمانانو مرسته ضروری ده.  د پیړۍ د معاملې چل چې  د ظالمې امریکا او د هغې د خاینو انډیوالانو لخوا ورته زمینه برابریږی،  نه یوازې د فلسطین له ولس بلکې د بشری ټولنې په حق کې یو جنایت دی. مونږ ټول د دښمن د دغه مکر او چل ول مقابلې ته راغواړو او د خدای په مرسته او قوت سره هغه  او د  استکبار د جبهې ټول چلولونه  د مقاومت د جبهې د همت او ایمان په وړاندې ماته خوړونکې ګڼو.

 قال الله العزیز: اَم یُریدونَ کَیدًا فَالَّذینَ کَفَروا هُمُ المَکیدون.(۲) صدق الله العلیّ العظیم.

له خدایه د ټولو محترمو حجیانو لپاره د طاعتونو د قبلیدو، روغ صحت او  رحمت توفیق  غواړم.

سیّدعلی خامنه‌ای   

د ۱۳۹۸ هجری لمریز کال د زمری څوارلسمه،

د ۱۴۴۰ هجری سپوږمیز کال د ذی الحجې دریمه نیټه. 

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130504

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *