ننګرهار کې یو داعش غړی د خپلې کورنۍ سره سرحدی ځواکونو ته تسلیم شوی

  • خپرول: ۱۱ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 97283

۳ تیر دقیقه

د ننګرهار ولایت کې یو تن د داعش غړی د خپلې کورنۍ له  یولس غړو سره سرحدی ځواکونو ته تسلیم شوی.

د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوګیاڼی خاورمیانه خبری اژانس ته وویل: د  ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره ورځ د بختان په نوم یو داعش وسله وال د خپلې کورنۍ یولس غړو سره، چې په کې درې مېرمنې او اته ماشومان شامل دی د یو میل کلانشکوف سره سرحدی ځواکونو ته تسلیم شوی.

تسلیم شوی داعش وسله وال بختان په خپلو کړنو پښیمانی ښودلې، چې د خپل فامیل سره یې یو ځای د داعش وسله والو په لیکو کې فعالیت کولو.

نوموړی ژمنه کړې، چې له دې وروسته به د خپلو کورنیو غړو سره یو ځای د حکومت قوانینو لاندې په سوله او امنیت ژوند کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=97283

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *