ننګرهار کې سږ کال درې سوه پنځوس ټنه شات تولید شوی دی

  • خپرول: ۱۸ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 92529

۱ تیر دقیقه

په ننګرهار ولایت کې د شاتو مچیو امر شاولی خان وایی،په دې ولایت کې د شاتو درې سوه فارمونه شتون لری،چې د روان کال په ترڅ کې درې سوه پنځوس ټنه شات تولید کړی دی.

نوموړی زیاتوی،په ننګرهار ولایت کې دوه ویشت ډوله تر دیرش زرو زیاتې د شاتو مچۍ شتون لری،چې روان کال یې ترې درې سوه پنځوس ټنه د شاتو حاصلات بازار ته وړاندې کړی دی.

هغه وایی،د زون په کچه د شاتو مچیو شپږ سوه فارمونه فعالیت کوی او که ورته په شاړو ځمکو کې مصنوعی ځنګلونه جوړ شی،نو په حاصلاتو کې به یې د زیاتوالې ترڅنګ ګڼ شمیر بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شی.

دا په داسې حال کې ده،چې په وروستیو کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ادارې له لورې سلګونو بې وزله کورنیو ته د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د شاتو مچۍ ورکړل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=92529

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *