ننګرهار کې د کرکټ په لوبغالی کې د داعش یومسول وژل شوی

  • خپرول: ۳ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 65358

د ننګرهار ولایت چارواکو ویلی چې په یاد ولایت کې د تېرو بریدونو مسوول وژل شوی دی.
د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ په سفری سیمه کې یولړ عملیات ترسره کړی چې له امله یې د ادم خان په نامه د داعش وسله والو یوتن قوماندان چې په یاد ولایت کې د وروستیو پېښو طرح کوونکی بلل شوی، لمنځه وړل شوی دی.
د ملی امنیت ریاست د معلوماتو له مخې، نوموړی د جلال اباد ښار کرکټ لوبغالی، مستوفیت، طب پوهنځی او پوهنې ریاست او پښتونستان څلور لارې بریدونه، چې پکې یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول طرحه او رهبری کړی و. دننګرهاروالی ویاند عطاالله خوګیانی وایی یاد قومندان په جلال اباد ښار کې یو شمېر نور بریدونه هم طرحه کړی و، چې له تطبیق وړاندې شنډ شول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65358

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *