ننګرهار کې د طالبانو د سرې قطعې ۳۰ غړی وژل شوی

  • خپرول: ۲۶ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 89034

یوه امنیتی سرچینه وایی، په ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
سرچینه وایی، چې ملا مخبیت تېره شپه د دغه ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په «زاوه» سیمه کې له ۳۰ نورو وسله والو سره د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.
پر همدې مهال د ننګرهار د والی ویاند عطاءالله خوګیاڼی امریکا ږغ ته وویل چې د یادو عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو پنځه لوی مرکزونه ل‌منځه وړل شوی دی.
خوګیاڼی وایی، په دغو عملیاتو کې ملکی خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.
وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=89034

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *