ننګرهار ولایت کې له ولسی مشرانو سره د ولسمشر غنی لیدنه

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 104152

ولسمشر محمد  اشرف غنی ننګرهار ولایت ته په سفر سره ددې ولایت له ولسی مشرانو  سره لیدنه کړی او له دوی څخه چې د داعش په وړاندې په بریا کې یې له افغان امنیتی ځواکونو سره مرسته کړې، مننه  وکړه.

جمهوری ریاست نن په یوه اعلامیه کې وویل، محمد اشرف غنی نن ماسپښین په غنی خېلو ولسوالۍ کې د وینا پر مهال د غنی خېلو، اچین، نازیانو او مومندرې ولسوالیو له مشرانو سره په کتنه کې د داعش په ماتولو کې د دوى قدردانی وکړه.

په وروستیو کلونو کې د ننګرهار څو ولسوالۍ د اسلامی دولت یا داعش د فعالیت عمده مرکز ګڼل کېده.

افغان حکومت وایی، امنیتی ځواکونه توانېدلی چې د ځایی پاڅونوالو په مرسته دغه افراطی ډله له ګڼو ولسوالیو شاتګ ته مجبوره کړی.

ولسمشر محمد اشرف غنی نن د یوه دولتی هیئت په مشرۍ ننګرهار ته ناڅاپی سفر وکړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104152

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




37 − 34 =