ننګرهار ولایت کې د لومړی ځل لپاره له یوه باغه دوه زره کیلوګرامه خرما ټوله شوې

  • خپرول: ۲۰ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 93111

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، په دې ولایت کې د لومړی ځل لپاره له یوه باغه دوه زره کېلو ګرامه خرما راټوله شوې ده.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلی، چې د ننګرهار کانال ریاست اړوند په هډی فارم سیمه کې په څلوېښت جریبه ځمکه کې له یوه باغه د لومړی ځل لپاره دوه زره کیلو ګرامه اووه ډوله خرما را ټوله شوې، چې ترې شاوخوا ۶۵ زره افغانۍ عواید تر لاسه شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوی، چې په یاد باغ کې له عربی اماراتو څخه راوړل شوی شاوخوا دوه زره اوه سوه د خرما ۷ ډوله بوټی کرل شوی وو، چې په لومړی کالیې دوه زره کېلو ګرامه حاصلات ورکړل.
د ننګرهر ولایت مقام په وینا، تمه ده، چې په راتلوونکو کلونو کې د یاد باغ په حاصلاتو کې یې لا همزیاتوالی راشی .

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=93111

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




47 − 45 =