ننګرهار ولایت کې د طالبانو او داعش ترمنځ نښته کې زرګونه کورنۍ بې ځایه شوی

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 120314

د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې په دې ولایت کې د داعش او طالب جنګیالیو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله څه باندې ۱۳ زره کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوی دی.
د دوی په وینا، ډېری دا بې ځایه شوی کسان د سرخ رود ولسوالۍ په شیخ مصری ښارګوټی کې بې ځایه شوی دی.
دا بې ځایه شوی کسان وایی په ناوړه حالاتو کې شپې او ورځې تېروی او دغه راز له مسوولو بنسټونو د مرستې غوښتونکی دی.
په همدې حال کې د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکی وایی هڅه کوی ترڅو ددې بې ځایه شویو ستونزو ته رسېدنه وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120314

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *