نفوس او اقتصاد | خبیب علی

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 112782


Fb-Button

د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې ځینو اقتصاد پوهانو ته دا فکر ورپیداشو چې که د یوه هېواد نفوس همداسې ورځ تر بلې زیات شی نو د دې هېواد راتلونکی به څنګه وی؟ له ډېرو څېړنو او بحثونو وروسته دوی دې نتیجې ته ورسېدل چې یاد هېواد به د غذایی توکو له کمښت سره مخ شی، فقر او بېوزلی به پکې لارې وکړی او د وګړو د ژوند کچه به یې ډېره خرابه شی. د دې نظر درلودونکی په هغه وخت کې ډېر وو چې یو ترې مالتوس دی.

توماس رابرټ مالتوس د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کلونو کې اوسېده. د ده د ټولنیزې نظریې له مخې د نفوسو زیاتېدل د اقتصادی پرمختګ په مخکې لویه ستونزه ده. مالتوس د کلاسیکې دورې له بدبینو اقتصادپوهانو څخه ګڼل کېږی ځکه دی وایی چې که موږ نفوسو ته پاملرنه ونکړو او یا پکې له تخفیف او اسانۍ کار واخلو، نو د ځمکې حاصل به هېڅکله له نفوسو سره برابر نه شی. ځکه د نفوسو زیاتېدل د حاصل له زیاتېدو سره کومه اړیکه نه لری او برعکس د حاصل هغه برخه چې پخوا به یې د سلو تنو اړتیاوې پوره کولې، اوس نه شی کولای چې د یوسلو پنځوس تنو اړتیاوې پوره کړی. ده دا هم ویلی دی چې عرضه په خپله نه شی کولای چې د ځان لپاره تقاضا رامنځته کړی.

بل تن چې په اقتصاد کې د نفوسو په رول غږېدلی ډیوېډ ریکارډو دی. د ده له نظره په ټولنه کې درې طبقې خلک ژوند کوی: کارګران، د ځمکې خاوندان او پانګه وال. کارګران اجوره او مزد اخلی، د ځمکې خاوند د ځمکې د ملکیت حق ترلاسه کوی او پانګه والو ته سود پاتې کېږی. دی په دې نظر دی چې د ځمکې د مالک ګټه د کارګر له اجورې او د پانګه وال له سود سره په ټکر کې ده یعنې د سود نرخ او د کارګرانو مزد د ځمکې خاوند ټاکی. ریکارډو وایی چې د نفوسو زیاتېدل د ځمکې د خاوند ګټه زیاتوی او د ګټې دا زیاتېدل د کاری ځواک د ډېروالی سبب ګرځی. کله چې کاری ځواک زیات شی نو اجوره هم ورسره زیاتېږی، ځکه د ځمکې خاوند غواړی چې له ډېرو خلکو کار واخلی او ډېر خلک ډېره اجوره غواړی. دې اصل ته په کتو چې په ټولنه کې غیرفعال نفوس زیات دی، مزد او اجوره د ټولنې اقلیت ته رسېږی او اکثریت چې بې کاره دی بې اجورې او بې مزده پاتې کېږی.

په لږ و ډېر اختلاف په اوس وخت کې هم ګڼو اقتصادپوهانو د نفوسو په رول او اغېز بحث کړی دی. چا د نفوسو زیاتېدل ښه ګڼلی او چا بد، خو ټولنپوهانو تقریبا په هره زمانه کې دا خبره کړې ده چې د نفوسو زیاتېدل د اقتصادی پرمختګ لوی لامل دی. دوی داسې استدلال کوی چې د نفوسو په زیاتېدو فعال نفوس زیاتېږی. له فعال نفوسه منظور هغه وګړی دی چې کاری ځواک او طاقت لری. کله چې کاری ځواک ډېر شی، طبعا ډېر کار سرته رسېږی او کله چې خلک ډېر کار وکړی اقتصادی وده او پرمختګ رامنځته کېږی.

د نفوسو زیاتېدل ولې د پرمختګ په وړاندې خنډ ګڼل کېږی؟

ځینې اقتصادپوهان وایی چې که نفوس زیات شی نو کرنیزې ځمکې به کمې شی او د کرنیزو ځمکو کمېدل په دې معنا دی چې داخلی تولیدات او عواید کم شوی دی. همداراز د نفوسو په زیاتېدو صحی اوبو ته لاسرسی او د روغتیایی خدمتونو کمبود هم رامنځته کېږی چې دا چارې د بېوزلۍ او فقر لویې نخښې دی.

تېرکال د سرطان په ۲۶تمه د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وویل چې اوسمهال د افغانستان نفوس ۳۱.۵۵ ملیونه دی او تر ۲۰۵۰ز کاله به دا اندازه ۶۸ ملیونو ته ورسېږی. هغه دا هم وویل چې د نفوسو رشد د پرمختګ له سرعته ډېر دی او دا چاره به هېواد له فقر او بېوزلۍ سره مخ کړی. د افغانستان د احصایې مرکزی ادارې او ګڼو نورو مسلکی اشخاصو هم په وار وار ویلی دی چې نفوس باید کنټرول شی.

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان ۴۸ په سلو کې یعنې ۱۵ ملیونه نفوس تر ۱۵ کلنۍ ښکته عمر لری چې دا د کار کولو قانونی عمر نه دی او نه شی کولای چې د کار کولو قانونی جواز ترلاسه کړی. یاد وزارت دا هم ویلی و چې په افغانستان کې د نفوسو ډېروالی ۲.۴ سلنه دی. په داسې حال کې چې دا اندازه په پرمختللیو هېوادونو کې تقریبا له ۰.۷۵ سلنو څخه تر ۱.۵ سلنو پورې ده.

ایا په رښتیا هم د نفوسو ډېروالی د اقتصادی پرمختګ پر وړاندې خنډ دی؟

په نړیواله کچه اوس د اقتصادی پرمختګ لپاره په دوو لویو لارو ډېر تمرکز کېږی چې یوه یې د تولیداتو زیاتول او بله یې د نوښتونو کول دی. البته هر هېواد بېل او ځانګړی شرایط لری چې اقتصاد پوهان او مسلکی اشخاص ورته په کتو پالیسی جوړوی، یعنې د نفوسو زیاتېدل په ځینو هېوادونو کې د اقتصادی پرمختګ پر وړاندې خنډ وی او په ځینو کې نه وی. زموږ په هېواد کې بېوزلی د پخوا په پرتله که زیاته شوې نه وی نو کمه شوې هم نه ده او د هغو وګړو شمېر چې د کار کولو توان لری، ورځ تربلې زیاتېږی. د دې ترڅنګ کال زرګونه تنه له پوهنتونه فارغېږی او تر دې لا څو چنده ډېر د دندو په تمه ناست دی. اوسنیو شرایطو ته په کتو ګومان کوم ښه به دا وی چې نفوس کنټرول شی ځکه د نفوسو زیاتېدل اوس د پخوا په شان ګټه نه رارسوی او نه زموږ په پرمختګ او د وګړنیز ژوند په بهتری کې کومه د پام وړ ونډه درلودلی شی.