نریندر سینگ د سیکانو د استازی په توګه د پارلمانی ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه

  • خپرول: ۲۵ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 70161

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلی چې د اوتار سنګ زوی نریندر سنګ د یکشنبه په ورځ په پارلمانی ټاکنو کې د نوماند کېدو لپاره نوم لیکنه کړې ده.
د جلال اباد ښار په ځانمرګی برید کې د سیکانو نوماند اوتار سینګ له وژل کېدو وروسته، د ټاکنو کمیسیون اعلان وکړ چې په استثنایی ډول سیکانو ته فرصت ورکوی ترڅو د پارلمانی ټاکنو لپاره خپل استازی ثبت کړی.
د ټاکنو کمیسیون ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمی ویلی چې د اوتار سینګ زوی نریندر سینګ خپل اسناد د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپارلی او دده نوم په نېږدې راتلونکې کې د پارلمانی ټاکنو نوماندانو نوملړ ته ور زیاتېږی.
د سیکانو نوماند اوتار سینګ په هغه ځانمرګی برید کې چې دوه اونۍ وړاندې په جلال اباد کې ترسره شوی وو، ووژل شو. په یاده پېښه کې د اوتار سینګ سربېره، ۱۹ کسان وژل شوی او ۲۰ تنه نور ټپیان شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=70161

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *