نجونې مینې که ګنهګارې؟

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 44949

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

‎د معشوقو او مینو یادولو د هنر او ادبیاتو نړۍ ژوندۍ او رنګینه ساتلې، خو داسې ښکاری چې رښتونی ژوند کې یې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو ښځو زندګی بې خونده کړې.

د فبروری ۱۴مه د مینانو ورځ ده.

کابو ټوله نړۍ به یې لمانځی.

د نجونو څڼې به د ګلابو وږم ورټولوی، او نارینه به په غرور د سترګو له کونجو مینې څاری.

د کابل کوڅو ته هم سره او سپین ګلان را کوچېدلی. پوکڼۍ باد نڅوی، او تاسره مینه لرم کلیمې یې په ټټر ور لیکل شوی.

مینه داسې ده لکه ساه. ژوند کې له هر ژوندی موجود یا موجودې راچاپېره ده.

د مینې له برکته د ‌‌‌‌‌‌ډېرو نورو برخو تر څنګ ادبیات او هنر ژوندی او رنګین دی. له فکلور نیولی بیا تر فلمونو یو نه یو څه یې مینې ته ویلی وی.

یو نیم وخت فکر کوې چې د دوی اصلی محور نجلۍ، معشوقه یا مینه ده. مثلا دا لاندې لنډۍ در واخلئ.

مینه یم منکره نه یم

که شینکی خال مې د چړو په څوکو ځینه

‎دا یوه لنډۍ نه ده چې د پښتنې مینه پکې چغارې وهی. په لسګونو داسې نورې شته چې په زغرده د مینتوب نارې وهی. ‎بې ‌‌‌‌‌له کومې ویرې خپل احساسات د ټولو مخته غوړوی. ‎خو ایا د دې ښځو دا احساسات یوازې لنډیو او هنری اثارو کې دی، که رښتونی ژوند کې هم کیسه دومره اسانه ده؟

د انځور حقوق
Getty Images

ښایی ‌‌‌‌‌‌ډېرو ته لومړی څه چې د مینې له کلیمې سره وریادېږی بدنامی وی. په ځانګړې ‌‌‌‌‌‌ډول ښځو ته، چې له همدې ویرې خپل احساسات زندۍ کوی. زړه نه کوی د نر غوندې یې بې له ‌‌‌‌‌‌ډاره ووایی. یوې راته کیسه کړه:

“مینه وم، داسې مینه چې هر شپه مې په خوب لیده. خبرې مې مخامخ نه ورته کولې، خو خوب کې هېڅ داسې څه نه و چې ترې پټ مې وای. شپږ کاله مې سترګې تورې نه کړې. د شونډو د رنګ سر مې خلاص نه کړ. د نوکان رنګ مې را وانه خیست. خو دی مې هم خپل نه کړ، او تر پایه مې له لیونۍ مینې خبر هم نه شو. زه مې له وروره ‌‌‌‌‌‌ډارېدم، هغه په یوه باور پوهنتون ته لیږلم. ما ګومان وکړ دا به هغه ته خیانت وی. دا چې لوستې وم، خلک موقع پسې ګرځېدل چې بدنامه مې کړی. ما نه غوښتل د خبرو پلمه ورکړم. خو اوس پیښمانه یم”

یوې بلې چې نوم یې نه غوښتل خپور شی راته کیسه کړه. ښایی له دیرشو یې عمر ‌‌‌‌‌‌ډېر و. د تور کمیس لمن یې کوت وه. پړونی یې په پېڅکه و. راته یې وویل چې مین ته یې کورنۍ ور نه کړه. او بل ریبار نه لری. ویل یې، خلک فکر کوی دومره پاکلمنې نه یم چې څوک دې ژوند راسره وکړی.

د انځور حقوق
WAKIL KOHSAR

Image caption

ځینې ښځې لا هم شته چې د مینې په تور رنګېدلی کمیس په هسکه غاړه وړی. سره له ټولو کړاوونو او د بدنامېدو له ویرې د مینتوب له احساس نه ‌‌‌‌‌‌ډارېږی.

‎د معشوقو او مینو یادولو د هنر او ادبیاتو نړۍ ژوندۍ او رنګینه ساتلې، خو داسې ښکاری چې رښتونی ژوند کې یې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو ښځو زندګی بې خونده کړې او د مینې په تور رنګېدلی کمیس کې یې زړه تنګ شوی.

خو د خلکو نظرڅه دی؟ ایا یوازې ښځه په مینتو ګنهګاره ده؟

د نارینه لپاره معیار څه دی؟ ایا هغه هم په عاشقۍ پړ بلل کېږی که نه؟

‎دوی کې یې یوې راته وویل: ‎

“د نارینه لمن اوږده ده. هغه بدنامی نه لری”. ‎

بلې یې ویل: ‎

“نارینه په داسې اړیکې ویاړی، موږ یوو چې راته عیب دی. ان د پت په نوم د ښځې وژل خو ‌‌‌‌‌‌ډېرو ته عادی او پر ځای کار دی”

خبره یې پر ځای وه. دا څو ورځې وړاندې هم همداسې یو خبر بی بی سی پښتو ویبپاڼې خپور و.

داسې ښکاری چې په دې احساساتو او اړیکه کې یو لوری له بله ‌‌‌‌‌‌ډېر تاوانی دی. سړی ته ویاړ او غرور دی خو ښځې باید دا احساسات څرکند نه کړی. که نه نو د شخصیت خواږه به یې وزبیښل شی.

د انځور حقوق
Getty Images

په عام ژوند کې خو دا هم نه شته چې ښځه دې لومړی د مینې اظهار وکړی. د داسې اړیکو تار باید لومړی نارینه را وسپړی. که ښځې غږ وکړ ښایی مین یې په غرور لا شکمن شی.

خو تل هم ښایی داسې نه وی.

ځینې ښځې لا هم شته چې د مینې په تور رنګېدلی کمیس په هسکه غاړه وړی. سره له ټولو کړاوونو او د بدنامېدو له ویرې د مینتوب له احساس نه ‌‌‌‌‌‌ډارېږی. په غرور دا اړیکه پالی، او د خلکو په ازغنو نظرونو سترګې پټوی.

یوې یې راته وویل:

کلونه خو دوه وشول، خو سودا مې د ټول عمر کړې. زما د ملګرو دا اړیکه نه خوښېده، هر څه یې چې زړه و وې ویل او وې کړل. په دې هم پوهیږم که مور مې خبره شی ټوټې ټوټې به مې کړی. وایی به بې عزته دې کړو. د کورنۍ نوم دې بد کړ. خو مینه ارزی چې هر څه ورته وزغمې. مینه داسې نه ده چې ته ووایی ورته تیاره یې. یا وخت ورته وټاکې. مینه پېښیږی. هغه داسې یو څه دی چې ته یې احساسوې. او دا احساسات دې روح ته ننوځی. هغه وخت په دې فکر نه کوې چې ته څوک یې؟ چیرې یې؟ څرنګ یې؟ یوازینی څه چې احساسوې مینه ده. مینه ده چې اعتبار او درناوی شته. او همدا مینه، سره له دې چې د خلکو خولې درپسې را اړوی، د خوندیتوب، غرور، او ښه والی احساس درکوی”

که څه هم د ادب، هنر، او د مینې د نړۍ غوندې د مینانو ورځ په نجونو رنګینه ده، خو دوی ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت د دې احساس په لرلو ځپل شوی.

هغه لنډې رایاده شوه چې:

سترګې خو هر چا تورولې

په دې میرات کلی کې زه وشرمېدمه

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44949

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *