نبیل: د سترې محکمې حکم د اساسی قانون پر خلاف دی

  • خپرول: ۴ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 114336

د رحمت الله نبیل په مشرۍ د محور ټاکنیزې ډلې د غبرګولې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې د ولسمشر کار دوام په اړه د سترې محکمې حکم د اساسی قانون پر خلاف وباله.
دغې ټاکنیزې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د اساسی قانون د ۶۱ مادې له مخې، د ولسمشر کاری دوره د پنځم کال د غبرګولې میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته پای ته رسېږی له همدې امله له غبرګولې میاشتې وروسته د ولسمشر کاری دوام په تړاو د سترې محکمې حکم د اساسی قانون ددې مادې پرخلاف دی.
اعلامیې زیاته کړې د اساسی قانون پر خلاف د ولسمشر کاری دوام چې په ۱۳۸۸ کال کې ترسره شوی، نشی کولای حقوقی مشروعیت ولری.
دغې ټاکنیزې ډلې د افغانستان له خلکو غوښتی ترڅو د ټولو قانونی او مدنی لارو په ګټې اخیستنې، له غبرګولې میاشتې وروسته ددې غیرقانونی ګام د پای په موخه اقدام وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114336

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *