ناکام نوماندان: ټاکنو کې درغلی شوی

  • خپرول: ۱۴ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 103315

د ولسی جرګې ټاکنې د روان کال په تله میاشت کې ترسره شوې، چې لا یې هم بشپړې وروستۍ پایلې نه دی اعلان شوې، خو د ځینو ولایتونو د اعلان شویو پایلو په اړه ناکامو نوماندانو اعتراضونه پیل کړی دی.

دوی چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مخې ته په اعتراضی ډول را ټول شوی و، نیوکه کوی چې د لومړنی او وروستی اعلان شوی لړلیک تر منځ خورا توپیر لیدل کېږی او په وینا یې سیاسی معامله ورسره شوې ده.

د سرپل ولایت یو نوماند اسدالله اریوبی وایی چې په لومړنی لیست کې یې نوم دویم و، خو وروستی لیست کې یې نوم غورځېدلی دی.

هغه وایی شاخوا درې زره رایې یې کمې شوې دی او له دویم نوم نه؛ ان بېخې له لیسته غورځېدلی دی.

د کونړ یو نوماند صالح محمد هم ورته نیوکه لری هغه وایی، پر رایو یې سیاسی معامله شوې او د درغلیو په پایله کې له لیسته غورځول شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103315

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *