ناټو: طالبانو د جګړې لاره غوره کړې او ناټو هم په دې اړه چمتو ده

  • خپرول: ۲۴ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 112121

په افغانستان کې ناټو اعلان کړی چې طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په اعلان سره د جګړې لاره غوره کړې او ناټو هم په دې اړه چمتوالی لری.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند ویلی، طالبانو په یو پیغام کې د سولې پرځای د تاوتریخوالی لاره غوره کړې ده. ددې سربېره چې په تېرو څلوېښتو کالو کې د لومړی ځل لپاره د سولې د رامنځته کېدو په برخه کې د افغانستان لپاره یو غوره فرصت رامنځته شوی، خو طالبانو د تاوتریخوالی لاره غوره کړې ده.
د یادونې وړ ده چې طالبانو تېره ورځ د الفتح په نامه دخپلو پسرلنیو عملیاتو له اعلان څخه خبر ورکړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112121

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *