ناټو د افغان سولې لپاره د شرایطو د برابرولو په اړه مرسته کوی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 104419

د ناټو عمومی منشی ویلی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له ۴۱ متحدینو او شریکانو سره د افغانستان د ستونزې د سوله ییز حل لپاره د لارو چارو په اړه ښې لیدنې درلودې.

ینس سټولټنبرګ تېر ماښام پر خپله ټوېټرپاڼه دا خبره کړې ده.

نوموړی د دې لیدنو په اړه نور جزیات نه دی ورکړی چې د دوی ماموریت د سولې د شرایطو د رامنځته کولو په برخه کې څه مرستې کړې دی.

خلیلزاد د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا د څو هېوادونو یو بل دوره یی سفر پیل کړ.

نوموړی د دوشنبې په ورځ پر ټوېټر لیکلی چې د سفر هدف یې په اروپا، منځنی ختیځ او جنوبی اسیا کې د امریکا له متحدینو سره د خپلو هڅو د لا ډېرې همغږۍ رامنځته کول دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې زلمی خلیلزاد به بلجیم، جرمنی، ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان ته خپل دوره یی سفر د فبرورۍ پر ۲۸مه پای ته ورسوی.

ښاغلی خلیلزاد د جنورۍ په وروستیو کې په قطر کې شپږ پرله پسې ورځې د وسله والو طالبانو له استازو سره ولیدل.

نوموړی به د فبرورۍ پر ۲۵مه یو ځل بیا په همدې هېواد کې د طالبانو له استازو سره وګوری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104419

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




50 + = 57