نامحسوسې هڅې

  • خپرول: ۷ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: کلید
  • د خبر شميره: 23038

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت داسې مهال د روغتیا له نړیوال سازمان د تنباکو د مخنیوی په برخه کې د پرمختګ جایزه ترلاسه کړې چې په افغانستان کې د تېر په پرتله د تنباکو د کاروونکو شمېر زیات شوی دی.
که څه هم د عامې روغتیا وزارت استدلال کوی چې د تنباکو او نورو نشهیی توکو د کنټرول قانون د اجرایوی کمیسیون جوړول، په سګرېټو د تعرفې دوه برابره کول، په دولتی او غیردولتی ادارو او رسټورانټونو کې د سګرېټو د مخنیوی کړنلارو جوړول، په عمومی ځایونو کې له تنباکو د منعې اعلانونو لګول، د تنباکو د محصول پر اعلانونو د بندیز لګول، د تنباکو د زیانونو په اړه تبلیغات او د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو د قیلونونو ټولول، د دوی د تېر یو نیم کال لاسته راوړنې دی، خو د دې تر څنګ دغه وزارت منی چې لا هم په سګرېټو د روږدو او له تنباکو د استفاده کوونکو شمېر ورځ په ورځ په ډېرېدو دی او د دوی هڅې تر دې مهاله هم په دې برخه کې اغېزمنې نه دی.
دغه وزارت وایی، روانې جګړې او پرانیستو سرحدونو په دغه هېواد کې د تنباکو د کاروونکو او قاچاق کوونکو په وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې ده.
د دغه وزارت د روغتیایی خدماتو د وړاندې کولو مرستیال ډاکټر فدا محمد پیکان وایی، په افغانستان کې د تنباکو د استفادې په اړه نوی ارقام په لاس کې نشته خو په وینا یې چې د تېرو کلونو د څېړنو له مخې دا کچه مخ په لوړېدو ده: ((له تنباکو څخه استفاده زموږ په هېواد کې مخ په زیاتېدو ده، هغه څېړنه چې په ۲۰۱۰ میلادی کال کې ترسره شوې ښیی چې په لویانو کې ۳۵ په سلو کې په منظم ډول سګرټ څکوی، ۵۰ فیصده د سګرټو له دوده اغېزمن کېږی، همدارنګه سروې د نوو ځوانانو په اړه په ګوته کوی چې ۱۶ په سلو کې لږ تر لږه د خپل ژوند په اوږدو کې یو یا دوه ځلې سګرټ تجربه کړی او دغه شان ۹۰ په سلو کې ماشومانو له ۱۳کلنۍ مخکې یو یا دوه ځلې سګرټ استعمال کړی.))
که څه هم د عامې روغتیا وزارت ادعا لری چې د تنباکو او نورو نشه یی توکو د کنټرول قانون د عملی کولو لپاره یې اجرایوی کمیسیون جوړ کړی دی، خو تر دې مهاله دغه قانون هم نه دی عملی شوی او یوازې د کاغذ پر مخ هڅو یې یاده جایزه ترلاسه کړې ده.
پروګرامونه، کړنلارې او هڅې هغه وخت له هرکلی سره مخ کېږی چې په عملی ډول اغېزمنې وی او د وضعیت په بدلون کې رول ولری، خو کله چې دغه قانون تر دې مهاله هېڅ عملی شوی نه دی، نو څه ډول د عامې روغتیا وزارت د خپلو لاسته راوړنو خبرې کوی.
له دې کبله د عامې روغتیا وزارت یاد اقدامات کافی نه دی او باید په دې برخه کې د پام وړ هڅې وکړی تر څو عملی اغېزې ولری او په افغانستان کې له تنباکو د استفاده کوونکو په شمېر کې کموالی رامنځته شی. ځکه ډېری وخت په نشه یی توکو روږدو کسانو لومړی له سګرېټو او نصوارو پیل کړی دی او وروسته په ورو ورو په چرسو، تریاکو، پوډرو او هیرویینو هم روږدی شوی دی.
له بل لوری خلک وایی، که څه هم د حکومت له لوری څو ځلې په نشه یی توکو روږدی کسان له لارو او پلونو ټول شول او په روغتونونو کې بستر شول خو دوی ته د کاری زمینې د نشت او د دغه پروسې د ناسم مدیریت له کبله د دې کسانو لویې برخې یې بیا نشو ته مخه کړې او بېرته روږدی شوی دی.
د روغتیا نړېوال سازمان یا WHO تر دې وړاندې ویلی چې د دوی د معلوماتو له مخې په نړۍ کې هر کال ۷ میلیونه کسان د تنباکو له کارولو مری چې تر پنځه میلیونو زیات یې په‎خپله کاروونکی او تر شپږو لکو ډېر یې هغه کسان دی چې سګرټ نه څکوی خو لوګی یې ګواښی.

شریکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=23038

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 4 = 2