نازیه اقبال: کشر ورور مې زما پر لوڼو جنسی تېری کړی

  • خپرول: ۵ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 54979

نازیه اقبال

د انځور حقوق
iStock

Image caption

د نازیه اقبال ورور له دوه کلونو راهیسې له هغې سره اوسېده

د پښتو ژبې پېژندل شوې سندرغاړې نازیه اقبال پر خپل کشر ورور تور لګولی چې د هغې پر دوو لوڼو یې جنسی تېری کړی.

نوموړې په دې تور د خپل ورور افتخار علی پر ضد د پولیسو په ځایی تاڼه کې مقدمه هم ثبت کړی.

نازیه اقبان دا مهال له خپلو شپږو اولادونو سره د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې اوسی.

د نازیه اقبال خاوند جاېد فضا بی بی سی سره په خبرو کې وویل چې ۱۵ ورځې وړاندې له انګلستانه کور ته ستون شوی.

نوموړی زیاته کړه چې د مېرمنې ۱۹ کلن ورور یې له تېرو دوو کلونو راهیسې له هغوی سره یو ځای اوسېده.

د روات د تاڼې د پولیسو مشر بی بی سی ته ویلی، د نازیه اقبال ورور افتخار علی د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

نوموړی زیاته کړه، له لومړنیو رپوټونو جوته شوې چې پر نجونو جنسی تېری شوی دی.

  • “هغه را باندې جنسی تېری وکړ، چې مور ور سره لېږلې وم”
  • هند کې د اتو میاشتو پر ماشومې جنسی تېری شوی
  • امریکایی ډاکټر پر ۱۴۰ نجونو جنسی تېری کړی

نازیه اقبال په هغه لومړنی رپوټ یا “اېف ای ار” کې چې د پولیسو په ځایی تاڼه کې یې ثبت کړی ویلی، لوڼو به یې ډېر کله ورته شکایت کاوه چې ماما یې زیاتی ورسره کوی، خو دې به یې پر خبرو باور نه کاوه.

نوموړې زیاتوی، په خپلو سترګو یې ولیدل چې ورور یې د هغې پر لوڼو جنسی تېری کوی.

د نازیه اقبال مشرې لور دا هم ویلی چې ماما به ورته پر موبایل له انسانانو د سر غوڅولو ویډیوګانې ور ښودلې، او ګواښلې به یې چې که چا ته حال ووایی نو وبه یې وژنی.

رپوټونه وایی چې نازیه اقبال دا مهال د دې روانی صدمې له کبله په روغتون کې بستر ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=54979

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *