مینه درسره لرم؛ خو واده درسره نه کوم

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 29601

ژباړه: محمدحامد اکبری||

ځینې وختونه هلکان او نجونې داسې اړیکې رامنځته کوی چې رسمی کېدل یې له وېرې او زړه نا زړه توب سره مل وی؛هلک د واده په شرطونو نه دی برابر یا هم د دې کار لپاره روحی چمتووالی نه لری او برعکس نجلۍ د واده کولو په عمر کې ده او دې اړیکې ته د واده کولو د غوښتنې په سترګه ګوری.

ښایی د مینې پیل د واده کولو په موخه وی او نجلۍ او هلک وغواړی چې د یو څه مودې په لړ کې یو بل وپېژنی او په پای کې د خپل راتلونکی ژوند په اړه تصمیم ونیسی.حقیقت دا دی چې نارینه او ښځینه د پېژندګلوۍ په برخه یو له بل سره  لوی توپیر لری چې دا توپیر د دوی تر منځ د د پوهاوی د نشتون سبب ګرځی.نارینه کولی شی پرته له دې چې په واده کولو فکر وکړی له مقابل لوری سره اړیکې ټینګې کړی مګر ښځې په معمولی ډول په واده کولو سوچ کوی،د دې جنسیتی توپیر پر بنسټ ډېر ځله داسې پېښیږی چې د یوې اړیکې د پیل پر مهال نارینه ښځې ته وایی چې زه د واده کولو هوډ نه لرم او دا جمله په ټینګار او څو څو ځله تکراروی؛معمولا نجونې داسې انګیری چې هغه به دا جمله یوازې همدا اوس وایی او نظر به یې بدلون وکړی مګر په اړیکه کې د پرمختګ او واده کولو ته د مقابل  لوری د هڅونې سره سره؛نارینه وایی چې لومړی یې خبره خلاصه کړې (ستونزه یې حل کړې) چې په دې کار سره ستونزه لاپسې ترېنګلې کیږی.
که پر واده کولو یې هوکړه کړې وی.

که یې لومړنۍ هوکړه پر واده کولو وی بیا هم د اړیکې د دوام لپاره هېڅ تضمین نشته.د ملګرتیا یا مینې اړیکه؛له رسمی اړیکې سره بشپړ توپیر لری.د مینې په یوه اړیکه کې هغه څه چې لومړی یې په اړه خبرې کیږی،د مقابل لوری د مینې راجلبول دی،د مینې جلبول هغه مهال تر لاسه کیږی چې تاسې د مقابل لوری د خوښې وړ یاست او هغه تاسې ومنی.
له واده کولو وړاندې د مینې پاللو نیمګړتیاوې:

هغه څه چې یو له بل سره د ملګرتیا پر مهال له هغه څخه ډډه کیږی د هغه موضوعاتو بیانول دی چې د پېښېدو په حال کې دی او هغه موضوعات چې له اوسنۍ اړیکې سره تړاو لری. یو له بله سره د ملګرتیا او آشنا کېدو پر مهال باید د اوسنی پړاو ټولې ستونزې راوسپړی یا لږ تر لږه په دې برخه کې قدم واخلئ.

داسې ملګرتیا چې پوله او حد ونه لری،د دواړو کسانو له لوری واده کولو ته چمتو والی کمزوری کوی،ښه دا ده چې په هر کار کې له احتیاط څخه کار واخلئ.

اړوند مطالب


واده د لویدیځې نړۍ د پوهانو له انده!/ ژباړه: عبدالله عابد


سعودی نجونې له بهرنیانو سره د واده غوښتونکی دی


د واده او هډوکو ترمنځ ارتباط


د واده په اړه د لارښوونو کتاب (واده) چاپ شو

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=29601

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *