مینـه لیک | نورالله زهیر

  • خپرول: ۳۰ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 59053


Fb-Button

 د سـپـېـڅـلی میـنی پـرښـتـې، دا لـیـک پـه داسـی شـپـه درتـه لـیـکم چی ډېـره ســـړه، غمجـنـه او زړه خوړونکې ورځ می تـېـره کړې ده. ټـولـه ورځ د اسـمـان مـخ داسی تورو وېرونکو وریـځو پوښلی و ان خپل سیوری می هم نـه دی لیـدلی. ورځ می ستـا لـه لـېـونـویـادونـو او یـاغی دردونـو سره تـېره کړه اوس هم تـوره تیـاره او زړه خوړونکې بارانی شپـه ده، څومره زړه تـنګون دی، زړه می چوی، تنـهایی می وژنی، یـوازیـتـوب می خوری، کوټـه او دېـوالونـه خولې رالـګوی، داسی احساس کوم لکـه پړی چی می پـه غاړه کی وی.

ثانـیـه دقیقـه، دقـیقـه سـاعت او ساعت لکـه شـپـه تـیریـږی. کومی چیـغی و وهم چی تـه ئې واورې، چی تـا تـه بغیـرلـه تـا زمـا د ویجاړی او شاړی زنـدګۍ، ستـړی لالهانـده ځوانۍ، زهـر- زهـر ژونـد، ژوبـل- ژوبـل ارمانـونـو او زخم- زخم زړه احساس وشی.

پـر کومـه لاره در شـم، کومـه لاره می تـر تـا پـوری رسـوی؟ څومره وژاړم، څومره نوری اوښکی وڅڅوم چی تـا ترما پـوری راولی. څومره او تر کومـه ستـا د وصـال پـه ارزو لاسـونـه لـپـه کړی ونـیـسم نـور می لاسـونـه پـه دعـا او غـوښـتـنـه سـتړی شـول.

د سپېڅلی مینی پرښتې، زه یـو تـا لـرم، تـه می اسـره یـې، تـا غـواړم، سـتـا انـتـظار کـوم نـور د راتـللو هیڅوک نه لرم. نـه می نـور څوک زخمونـه ټـکورولای شـې. راشـه مـا تـه پـه خـپلـه ارامـه او جنـتـی غـېـږه کی ځای راکـړه او لـه دې دوږخـه می وبـاسـه. سـتـا مـیـن…

اړوند مطالب


فکرونه | نورالله زهیر


د نورالله غازی یار درې نظمونه


د یوې جنګځپلې لېسې زړور مدیر/ نورالله غازی یار


د کاروان د شعر سمبولیک کریکټرونه/ نورالله غازی یار

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=59053

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *