میر رحمان رحمانی د ولسی جرګې رییس په توګه وټاکل شو

  • خپرول: ۲۸ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 116449

«د ولسی جرګې د مشرۍ لپاره د کمال ناصر اصولی او میر رحمان رحمانی ترمنځ د دویم پړاو ټاکنې د شنبې په ورځ جنجالی شوې، خو وروسته ښاغلی رحمانی ګټونکی اعلان شو.
دې ټاکنو ته د خوست ولایت استازی کمال ناصر اصولی ۵۵ او د پروان ولایت استازی میر رحمان رحمانی ۱۲۳ رایې وګټلې.
دې ټاکنو کې ۵۳ رایې باطلې او ۱۳ هم سپینې رایې وې.
لومړیو کې ویل کېدل جې د مشرۍ ګټلو لپاره ۱۲۴ رایې پکار دی، ځکه داسې فکر کېده چې د نن ټاکنې هم د تېر په څېر بې پایلې شوې.
وروسته وویل شول چې دوه رایې ورکې دی او یو هم تش کاغذ له صندوق ووت او جنجال له دې جوړ شو چې ځینو ویل رحمانی ګټونکی دی.
له نږدې یوې ګړۍ ځنډ او پټو دروازو تر شا له خبرو وروسته د ولسی جرګې لنډمهالی مشر رحمانی ګټونکی اعلان کړ.
د کمال ناصر اصولی او میر رحمان رحمانی ترمنځ د لومړی پړاو ټاکنې تېره پنجشنبه شوې وې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=116449

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *