موږ ولی تل ساینس د عقیدې په وړاندی دروو؟/ لیکنه: حمید فراز

  • خپرول: ۱۵ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 52410


Fb-Button

استاد محمد تنها په بی بی سی ویبپاڼه کی د ستر فزیکپوه “سټېفن هاکینګ” له مړینی په تاثر خپله یوه لیکنه خپره کړې ده. زه چی یې د لوستلو پر مهال کوم یوازینی جالب ټکی ته متوجه شوم، هغه په خپله د لیکنی د منځپانګی او د لیکوال د اصلیت و فکر تر منځ خورا فاحش او چیغی وهونکی تفاوت وو. د استاد تنها د لیکنی محور دا پوښتنه ده چی “موږ ولې هر څه له عقیدې سره تړو؟” په داسی حال کی چی دی په خپله تل کوښښ کوی چی ځای-بېځایه”ساینس د عقیدې پر وړاندی ودروی”. هغه هم دې حیرانوونکی حقیقت ته په پام چی “عقیده و دین” او”ساینس” دوه خورا بېل ډګرونه دی.

د ساینس تعریف ته په پام چی عقیدې و دین کومه موضوع -له مرګ وروسته ژوندون- خپل مقصد ګرځولی دی، ساینس په هغه کی هېڅ د ورګډېدو حق ځان ته نه ورکوی. ځکه ساینس یوازی دمشاهدې و تجربې له مخی مسایل څېړی او تر مرګ وروسته ژوندن داسی څه نه دی چی دی یې مشاهده یا تجربه کړلای شی. (البته په دې لیکنه کی زه یوازی د اسلامی دین و عقیدې په اړه ږغېږم.)

ساینس پر بهرنۍ نړۍ یعنی”مادې” بحث کوی او یوازی دا پوښتنه ځوابوی چی”څرنګه؟” مګر دین و عقیده پر درونی نړۍ یعنی”نفس” ږغېږی او دې پوښتنی ته ځواب وایی چی”ولی؟!”.

لکه څنګه چی په بهرنۍ دنیا کی له بې پایه کائیناتو سره مخامخ یو، همداسی مو په درون کی هم د کائیناتو غوندی یو بل عظیم جهان ودان دی. لکه څنګه چی د یوې روښانتیا ته سخته اړتیا ده، همداسی د بلی وضاحت ته هم حیاتی ضرورت دی، چی آن له ورباندی پوهېدو پرته انسان ته ساه اخیستل هم په لوی عذاب بدلېدای شی.

ساینس که د یوې نړۍ په تیارو کی د وړاندی تګ مشال په لاس راکوی، نو دین و عقیده د بلی نړۍ تیاره ګوټونه راته روښانه کوی.

مرګ د انسانی ژوند هغه تر ټولو ستر حقیقت دی چی هم یې په واقع کېدو د انسان درونی نړۍ سخت ټکان خوری او هم یې بهرنی جهان په وړاندی ځان خورا بېوسه احساسوی. د انسانیت له پیله انسانی ذهن و فکر تل په همدې اړه جدی اندېښنو او ژورو پوښتنو بوخت ساتلی دی: آیا مرګ د انسانی ژوند وروستی پړاو دی؟ آیا د روح خورا مبهم نوعیت او د انسان د “ارادې و انتخاب” انتهایی غیرعادی ځواک ته په پام بل ژوندون شته؟ تر مرګ وروسته له انسان سره څه کېږی؟ که څه نه کېږی او همدا یې د هستۍ وروستی سټېج دی نو بیا د جبر و اختیار، ظلم و مظلومیت او زور و کمزورۍ فلسفې په نظر کی نیولو عدالت او د انسانی خپلمنځی اعمالو حساب-کتاب څنګه کېږی؟ آیا د دوی د محاسبې لپاره د بل ژوندانه د شتون اړتیا منطقی و لازمی نه برېښی؟ ….

دغو او داسی نورو ډېرو پوښتنو ته تر ټولو منطقی او بهترین ځواب یوازی همدا دین و عقیدې وړاندی کړی دی. بناً لکه څنګه چی ساینس د انسانی ژوند سخت ضرورت او د ستر ارزښت وړ دی، همداسی دین هم تر هغه ډېر د زیات اهمیت وړ دی. ځکه کله چی ساینس د خپل اوسنی پرمختګ په پرتله د نطفې په حال کی وو، دین آن هغه مهال د انسانی ژوندانه د تر ټولو ستر حقیقت “مرګ” او همدا شان درونی نړۍ د رازونو په اړه د انسان جدی اندېښنی ځوابولې!

د ساینس او دین و عقیدې دواړو هدف د انسانانو د ژوند بهتره کول دی. یوه انسانانو ته د مادې د قوانینو د موندلو په پایله کی د عجیبو و غریبو اختراعاتو په ورکولو خورا ستر خدمت کړی او ژوند یې ورآرام کړی دی. بل هم د هغوی د نه ځوابېدونکو پوښتنو په ځوابولو هغوی ته د روحی و ذهنی ګډوډۍ په ګرداب کی له ځان بایللو او په اخلاقی انحطاط له اخته کېدو نجات ورکړی دی؛ خپل اصلیت ته یې متوجه کړی دی، او د خپل خالق په ورپېژندلو یې د ژوند مقصد ور په ګوته کړی دی.

که له یوه څخه د هیروشیما او ناګاساکی غوندی بشری فاجعو په رامنځته کېدو او نورو کېمیاوی او بیولوجیکی وسلو په جوړېدو د بشریت پر ضد کار اخیستل شوی دی، همداسی له بله هم د بشری ژوندانه په اوږدو کی په غلط تعبیرېدلو وخت ناوخته انسانی ټولنی زیانمنی کړل شوی دی. نه باید د یوه غلطه استفاده د هغه اهمیت و ارزښت تر سوال لاندی راولی او نه هم باید د بل ناسم تفسیر د هغه رښتینولی او حقانیت ته څه صدمه ورسوی.

بناً د دین و عقیدې او ساینس د موضوعاتو خورا متفاوتو ډګرونو ته په پام نهایت غیرمنطقی ده چی دوی دواړه له یو-بل سره د همږغی کولو پر ځای د یوه و بل په تقابل کی درول کېږی.

او استاد تنها همېشه دا کار کړی دی. ده تل دین و عقیده د ساینس په وړاندی ټوکه ګڼلې ده او ملنډی یې ورباندی وهلی دی. د استاد تنها په اند د دین پیروان احمقان دی او -لکه څنګه چی په خپله لیکنه کی وایی- د یوې”روښانی ټولنی” د رامنځته کېدو لپاره باید د دین ځای فقط ساینس خپل کړی.

دا عیناً هغسی جذباتی او خوراغیرعلمی برخورد دی لکه څنګه چی یې سټیفن هاکینګ غوندی ستر او قدرمن انسان ته د دین ناپوه “مردار” ویونکی پیروان له ساینس سره کوی. استاد تنها د خپلی لیکنی په یوه برخه کی وایی:”مونږ څوک یو چې د یو چا دومره علمی لاسبری ته یوازې د خپلو باورونو له زاویې وګورو؟ آیا مونږ ریښتیا پوهېږو چې هاکینګ څه کړی او په څه باور وو؟ آیا مونږ ریښتیا په ټوله مانا د هغه باورونو باندې پوی شوی یو؟ په هغه څه پوی شوی یو چې ده به ویل؟ د ده په ساینسی نظریاتو لا ډېر کم ساینسپوهان پوهېدل نو مونږ څنګه دا حق ځانته ورکوو چې د ده په عامو نظریاتو پوی شوی یو؟”.

خو دی کاشکی له دین و عقیدې سره د برخورد پر مهال دغه پوښتنی له ځانه هم وکړی. آیا ده په خپله واقعاً دین له تعصبه په خلاص دید مطالعه کړی و پېژندلی او ورباندی پوه شوی دی؟ آیا د دې دومرې ستری پدیدې، چی د میلیارډونو انسانانو ژوند ته یې رنګ و مفهوم ورکړی دی، عدالت و قسط ته یې هڅولی دی، او خپل مقام یې ورپېژندلی، ماهیت درک کړی دی؟ او آیا خپل -علمی- مسلک ته په کتو یې پر دین د نیوکی پر مهال له علمی و منطقی روشه کار اخیستی دی؟

استاد تنها او یا د ده له لوری پر شا ټپول کېدونکو او د ده د کړۍ کسانو چی تر اوسه هم کله په لیکنو، فېسبوک، شخصی مجالسو او نورو پلاټفورمونو کی دینی و عقیدوی مسایل مطرح کړی دی نو استدلال یې یوازی و یوازی په جذباتو -او آن ریشخند- په ځینو تاریخی وقایعو کړی دی، نه دا چی علمی و منطقی شننه او جاج اخیستنه یې د خپل تنقید بنیاد ګرځولې وی. په داسی حال کی چی د تاریخ پاڼی له داسی ډېرو حوادثو ډکی دی چی تقریباً هر څوک هر څه په ثابتولای شی. آن طالبی-غیرانسانی فکر هم په توجیه کېدای شی.

په کار خو دا ده چی په دغسی مسایلو کی له جذباتو او احساساتو لیری منطقی و اصولی بحث وشی، چی هغه د متقابل درنښت په فضا کی د هری تګلاری د سرچینو دقیقه او له تعصبه په خلاص ذهنیت شننه ده.

استاد تنها د خپلی لیکنی په یوه برخه کی ډېره پر ځای ګیله کوی، چی باید د نظر و باور اختلاف د چا د سپکاوی باعث ونه ګرځېږی. مګر دې ته بیا پام نه کوی چی له علمی موضوعاتو سره جذباتی او سلیقوی برخورد په خپله اتومات همدغه سپکاوی ته لار هواروی. په حقیقت کی سټیفن غوندی خیرخواه او نابغه انسانانو ته د مردار ویونکو کسانو په فکری جوړښت کی د همدغسی چلند لوی لاس دی؛ ځکه دا یې له طبیعی پایلو څخه ده. او که دغسی برخورد بیا یو ډاکټر کوی نو به بالکل هغه”که کفر از مکه برخیزد …” غوندی بده خبره وی.

اصلاً د دې پر ځای چی په لوی لاس دوې د بشریت په خیر تګلاری د یوې-بلی په ضد کی دروو او ټولنه ناحقه پر دوو متضادو او دښمنو قطبونو وېشو، عاقلانه دا ده چی د هغوی د همږغۍ او اتحاد د رامنځته کولو او پر مشترکاتو یې د خلکو د پوهولو لپاره کار وکړو. ساینس هېڅکله د دین خلاف نه دی او نه هم دین و عقیدې د ساینس د دښمنۍ دعوه کړې ده. بلکی لا د ساینس څرګند او خورا قوی تائید کوی او آن انسانان په دې اړه تحقیق، خاصی توجه او عقل و فکر کارولو ته تشویقوی.

استاد تنها د خپلی لیکنی په پای کی دا هم وایی:”ساینس او منطق ته -دی- تر بل هر باور اولویت ورکړل شی ترڅو ټولنه سوکه سوکه خپل د تورو شپو بړستن نوره ونغاړی.”

لومړی خو یې فقط له دغی یوې جملې د دین په اړه خپل ټول نړۍلید خورا ښه څرګندېږی، دویم دا چی په دې خبره کی یې ولی دا قطعی پرېکړه کړې ده چی پر ساینس باور د نجات لار او دین و عقیده شا ته پرېښوول له تورو شپو د وتلو لامل ده؟ د کوم منطق له مخی باید ساینس ته پر دین و عقیدې فوقیت ورکړل شی؟! ولی باید دغسی غوڅه فیصله وشی، هغه هم د دغسی دوو خورا بېلو او متفاوتو تګلارو په اړه!؟ ښکاره ده چی دا یو جذباتی و احساساتی او غیرعلمی لیدلوری دی.

د دغسی خبری پر ځای خو په کار دا وه چی ویل شوی وای هری یوې ته دی د هغې د خپل ارزښت و مقام په نظر کی نیولو خپل-خپل اهمیت ورکړل شی. هری یوې ته دی د درنښت په سترګه وکتل شی او له هری یوې څخه دی د بشریت د خیر لپاره اعلی استفاده وشی. همدا شان، د دواړو په باره کی دی سالم علمی او له جذباتو لیری بحثونه او سوالونه مطرح کړل شی او بیا دی علمی اصولو ته په ژمنتیا ځواب کړل شی!

له دې څخه په پوره وضاحت ښکاری چی دی اصلن د دین په ماهیت نه پوهېږی!

خبره ډېره اوږدېدلای شی، خو زه یې نه غځوم. فقط په پای کی دا وایم چی موږ له استاد تنها غوندی پی ایچ ډی کسانو څخه د پراخ فکر، له تعصبه خلاصی جهان بینۍ او د ټولنی له منځه د جاهلانه افکارو، دریځونو او پرېکړو د محوه کولو خورا لویه تمه لرو. که دغسی علمی شخصیتونه دا کار ونه کړی او په ټولنه کی موجود فکری و نظریاتی اختلافونه -چی بېخی باید عادی و طبیعی وی- د سپکاوی او دښمنۍ له بڼو د یوه عادی نظریاتی اختلاف سطحی ته راونه باسی نو بل څوک به دا کار وکړی؟!

البته دا یادونه هم لازمی بولم چی په دې لیکنه کی زما هدف په هېڅ صورت د چا د شخصی باور جاج اخیستنه نه ده، بلکی مقصد می له موضوعاتو سره پر علمی و اصولی برخورد کولو ټینګار دی. همدا شان موخه می په ټولنه کی د هغو افراطی باورونو په وړاندی د مبارزې هڅه ده چی یوه خوا په کی هاکینګ غوندی د بشریت ستر خادم انسانان له ساینس سره د احمقانه دښمنۍ په وجه “مردار” ګڼی او بله خوا په کی د ورته متعصبانه لیدلوری له مخی له ټولنی د دین محوه کول غواړی.

له افراط و تعصبه د یوې آزادی او”فکری ویښتیا” څخه برخمنی ټولنی په هیله!

اړوند مطالب


موږ ولې تل ساینس د عقیدې پر وړاندې دروو؟ حمید فراز


ساینس/ د نرګس بېک لیکنه


ساینس او تکنلوژی له ۱۹۸۰ تر ۲۰۱۵ پوری


قرآن او ساینس | شهید عبدالغفور پیروز

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=52410

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *